د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلت له اتو میاشتو تېرېدو وروسته اوس په څه حالت کې دی؟


د چمن پرلت له اتو میاشتو تېرېدو وروسته اوس په څه حالت کې دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

په چمن کې له تېرو څه باندې اته میاشتو راهیسې پرلت دوام لري او احتجاجیان وايي چې د جون پر ۱۳مه یې د خپلو نیول شویو ملګرو خوشې کولو لپاره د ښار د انتظامي مشر تر دفتره لاریون کول غوښتل خو چارواکو د قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړه چې ورسره سم د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو بندیز ولګېد. د پرلتوالو مشران وايي چې تر دې وروسته یې د ناستې په ځای کې مظاهره وکړه. احتجاجیان وايي، له افغانستان سره دې تګ راتګ د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکره شي، خو د پاکستان حکومت وايي چې یوازې قانوني سفري اسناد لرونکي پر ډېورنډ کرښه تګ راتګ کولای شي. پرلتوال وايي، د سفري اسنادو لرلو شرط یې ورځنی کاروبار او مزدوري اغېزمنوي. ویډیویي رپورټ

XS
SM
MD
LG