د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جبري لادرکو بلوڅانو کورنيو د اختر ورځې په احتجاج تېرې کړې


په کوټه کې د لادرکو بلوڅانو کورنۍ د احتجاج په وخت
په کوټه کې د لادرکو بلوڅانو کورنۍ د احتجاج په وخت

د لادرکو بلوڅانو د کورنیو غړو او د بشري حقونو فعالانو د لوی اختر پر لومړۍ ورځ په کوټه ښار کې احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده.

د جون پر ۱۷مه د جبري لادرکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) تر انتظام لاندې د لاريون یوې مشرې سمي دين بلوچ وويل په داسې حال کې چې خلک د اختر خوشحالۍ کوي، د ګڼو بلوڅانو د کورنیو غړي په خپلو ورکو پسې ګرځي او پر سړکونو احتجاجونه کوي.

د دغه سازمان مشر نصر الله بلوڅ د پاکستان پر عدالتونو او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د امنيتي ځواکونو په لاس د زرګونو لادرکه کړل شويو بلوڅانو د موندلو او عدالتونو ته د وړاندې کولو لپاره دې کار وکړي. هغه زیاته کړه چې په زرګونو بلوڅان یا لادرکه او یا یې هم تر جبري غيب کېدو وروسته مړي‌ موندل شوي دي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د لادرکو خلکو شمير په زرګونو کې نه دی. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د لادرکو کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی. هغه ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي. خو وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز وايي چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي.

خو د اختر د ورځې د لاريون يو ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ زبير شاه اغا وويل: "رياست دې د دوی خبره واوري. دا ځوانان دې خوشې کړي. که چيرې دوی څه بد کار کړی وي يا په يو جرم کې ککړ وي نو عدليې ته دې يې وړاندې کړي. نه داسې چې په غير قانوني توګه يېلادرکه کړي وي او ظلم او جبر ورباندې کوي."

د حقونو فعالان تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د بلوڅانو په ورکولو کې لاس لري چې ورڅخه یې ځینې په "جعلي نښتو" کې وژلي هم دي، خو هغوی دا تورونه ردوي. پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي.

بلخوا د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د اپريل په مياشت کې ویلي وو چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای. هغه زیاته کړې وه چې په پاکستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شوی دی. د هغه په وينا د شاوخوا ۱۰۲۰۰ لادرکه کسانو قضيې هغه کمېشن ته لېږدول شوې دي، چې ۷۹۰۰ يې هوارې شوي او ۲۳ سلنه يې پاتې دي خو بلوڅان او پښتانه د بې درکه کړل شويو کسانو شمېر لسګونه زره يادوي.

د جون پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اپوزيشن شپږو ګوندونو يو نوي ايتلاف له حکومته غوښتنه وکړه چې امن دې پر ځای او جبري لادرکۍ دې ودروي. په دې اتحاد کې عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام، پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي، هزاره ډېموکریټېک ګوند، نیشنل پارټي او نیشنل ډېموکراټېک موومنټ شامل دي.

د دې ګوندونو مشرانو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې غواړي په بلوچستان کې د لادرکه کسانو او د ترهګرۍ مسلو ته حل وموندل شي. په دې موقع د عوامي نېشنل ګوند مشر ايمل ولي خان وويل چې که پر کوم جبري لادرکه کس د کوم جرم تور وي، هغه دې عدالت ته د مقدمې لپاره وړاندې کړل شي خو د خلکو غیبول د منلو نه دي.

XS
SM
MD
LG