د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس کياني: د خلکو په جبري ورکولو کې ککړ کسان د مرګ د سزا مستحق دي


په اسلام اباد کې د های کورټ ودانۍ مخې ته لګېدلې لوحه ـ انځور له ارشیفه.
په اسلام اباد کې د های کورټ ودانۍ مخې ته لګېدلې لوحه ـ انځور له ارشیفه.

د اسلام اباد های کورټ قاضي جسټس محسن اختر کیاني ویلي دي چې د خلکو د جبري لادرکه کولو په پېښو کې د ککړو کسانو سزا باید یوازې مرګ يا پانسۍ وي.

جسټس کیاني دا خبره د مې پر ۱۶مه د فرهاد علي شاه د ورکېدو په اړه د يوې قضیې د اورېدنې په مهال وکړه.

فرهاد علي شاه، چې یو مشهور شاعر او لیکوال دی، د مې پر ۱۵مه شپې مهال په اسلام اباد له خپل کوره وتښتول شو، خو تر اوسه د هغه د لادرکه کولو مسوليت چا نه دی منلی، البته د بشري حقونو يوشمېر فعالان او د نوموړي د کورنۍ ځينې غړي د هغه د لادرکۍ تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کوي.

استخباراتي ادارو تر دې وړاندې، دا ډول تورونه په وار وا رد کړي دي.

پر ټولنيزو رسنيو د فرهاد علي شاه د مېرمنې ويډيو هم خپره شوې ده چې د هغه د مې پر ۱۶مه له عدالتي اورېدنې وروسته حال له رسنيو سره شريکوي.

د اسلام اباد پولیسو اوپراتيفي مشر (اېس اېس پي اپرېشنز) د مې پر ۱۶مه عدالت ته وویل چې د فرهاد علي شاه د لادرکه کېدو پلټنې یې پیل کړي دي او د پېښې له ځایه یې د ګوتو نښانونه او شواهد ټول کړي دي.

جسټس کیاني د عدالتي اورېدنې پر مهال وویل چې اوس وخت راغلی دی چې د دفاع سېکرټر او د استخباراتي ادارې ای اېس ای ځايي مشران عدالت ته وغوښتل شي.

هغه زياته کړه چې خلک ورکېږي نو تور یې ولې پر یوه اداره پورې کېږي؟ نوموړي وروسته د دې قضيې اورېدنه د مې تر ۲۰مې وځنډوله.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې زرګونه کسان ورک دي چې زياتره يې بلوڅان او پښتانه دي.

د بشري حقونو فعالان او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د لادرکو کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی.

هغه ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي. خو وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز وايي چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي.

بلخوا د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په دې وروستیو کې ویلي ول چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای. نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو له وزیر عطا الله تارړ سره یوځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زياته کړه چې دا ستونزه له تېرو څلورو لسيزو راهيسې روانه ده.

تارړ په خپلو دغو خبرو کې دا هم ویلي ول چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

نوموړي زياته کړې وه چې په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شوی دی. د هغه په وينا د شاوخوا ۱۰،۲۰۰ بې درکه کسانو قضيې هغه کمېشن ته لېږدول شوې دی، چې ۷،۹۰۰ يې هوارې شوي او ۲۳ سلنه يې پاتې دي، خو بلوڅان او پښتانه د بې درکه کړل شويو کسانو شمېر لسګونه زره يادوي.

XS
SM
MD
LG