د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د موټرو په ټکر کې ۵ پولیس وژل شوي دي


په بلوچستان کې هر کال په سلګونو کسان په ترافیکي پېښو کې مړه کېږي - انځور له ارشیفه
په بلوچستان کې هر کال په سلګونو کسان په ترافیکي پېښو کې مړه کېږي - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په لسبېله کې په يوه ټرافيکي پېښه کې پينځه پوليسان مړه او دوه ژوبل شوي دي.

د لسبيلې ضلعې د پوليسو مشر نوید عالم په خبره، دا پېښه د جون پر ۱۷مه د کوټې او کراچې پر لويه لاره په اوتل سيمه کې هغه وخت وشوه کله چې یو موټر د پوليسو له ګاډي سره ټکر وکړ. نوموړي رسنيوو ته ويلي چې د پوليسو موټر واوښت چې درې پوليس سرتېري پر هغه ځای پکې مړه شول او دوه نورو وروسته ساه ورکړه.

عالم زياته کړه چې د ټکر وهونکي ناپېژندلي موټر لټون روان دی. تر دې وړاندې، د جون پر شپږمه هم په لسبېله کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۳ تنه مړه او ۱۲ ژوبل شوي ول.

هغه مهال نوید عالم رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي وو چې د سپرليو هغه ګاډي له موټر سايکل سره ټکر وکړ چې ۲۸ کسان پکې سپاره ول. نوموړي پر ډرایورانو د احتياط کولو غږ کړی وو.

په بلوچستان کې هر کال په ټرافیکي پېښو کې په سلګونو کسان وژل کېږي. پر لویو لارو د حادثو پر وخت د خلکو ژغورونکې اداره ۱۱۲۲ وايي، په دغه صوبه کې د ناامنیو پرتله د ګاډو په ټکرونو کې زیات خلک وژل کېږي.

د یادې ادارې د بېړنیو طبي مرستو صوبايي مشر سمیع الرحمان مندوخېل د اپرېل پر ۱۵مه مشال راډیو ته ويلي‌وو چې د صوبې پر لویو لارو د ټرېفیک حادثو دوه لوی لاملونه دي. د هغه په وینا، یو سړکونه د ملک د نورو صوبو په څېر پراخ نه دي او بل ورباندې پولیس نه دي ګمارل شوي چې تر حد زیات رفتار کوونکی ټرانسپورټ وڅاري.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG