د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: حکومت دې د مولانا مرزا جان په وژنه کې ککړ کسان معلوم کړي


د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ـ پخوانی انځور.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ـ پخوانی انځور.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د هغه د ګوند غړي مولانا مرزا جان وژنه د حکومت او امنیتي ادارو په کارکردګۍ "بد داغ" دی.

جمعیت، د جون پر ۱۸مه، پر خپله رسمي اېکس پاڼه، چې پخوا ټوېټر نومېده، د نوموړي له خولې په بیان کې لیکلي دی چې په قبايلي ضلعو کې زیاتېدونکې بدامنۍ او د دیني عالمانو هدفي وژنې په ولس کې د امنیت په اړه اندېښنې پیدا کړي دي.

هغه وویل چې حکومت او ریاستي ادارې دې د مرزا جان وژونکي معلوم کړي.

حکومت او امنیتي ادارو لا د مولانا فضل الرحمان د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی دی چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال مولانا مرزا جان څو ورځې مخکې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې په یو برید کې ژوبل شوی وو چې د جون پر ۱۸مه ومړ.

پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د جون پر ۱۳مه پر مولانا مرزا جان په دژه غونډۍ کې ډزې کړې وې.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د جون پر ۱۹مه په یو بیان کې پر نوموړي د برید ذمه واري منلې ده.

په واڼه کې د سیاسي ګوندونو او ټولنو مشرانو په یوه احتجاجي غونډه کې حمله غندلې وه او له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې پکې دې ککړ کسان معلوم او ګرفتار کړي.

په همدې حال کې د کوز جنوبي وزیرستان انتظامیې ویلي دي چې پولیس او پوځ په سیمه کې د امنیت لپاره شریک اقدامات کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG