د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي د لاسي بم برید کې ۷ کسان ژوبل شوي دي


ځايي خلک په بمي برید کې د خراب شوي ګاډي خوا ته ولاړ دي ـ د جون ۲۴مې انځور.
ځايي خلک په بمي برید کې د خراب شوي ګاډي خوا ته ولاړ دي ـ د جون ۲۴مې انځور.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرلي کې وسلوالو د لاسي بم په برید کې اووه کسان ژوبل کړي دي.

د سیمې پولیسو او امنیتي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۲۴مه، وسلوالو هغه مهال د لاسي بم برید وکړ چې د پوځ یو ګاډی له سیمې تېرېدو.

چارواکي وایي، بم پوځي ګاډي ته زیان نه دی رسولی خو په بازار کې پرې ولسي خلک ژوبل شوي او د ملکیانو دوه ګاډي ویجاړ شوي دي. وسلوال تر بریدو وروسته تښتېدلي دي خو ژوبل کسان د میرلي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

تراوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د جون په ۱۸مه هم په میرلي ایسوړي کې وسلوالو درې کسان په هدفي برید کې وژلي ول، او په یو بل برید کې یې د میرامشا چشمه پل پوسته کې شپږ امنیتي عسکر ژوبل کړي ول.

د تېرو څو کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان کې د ناامني پېښې زیاتې شوي دي چې له امله یې ګڼ خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. په شمالي وزیرستان، بنو، جاني خېل، لکي مروت او نورو سیمو کې خلکو د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد په وار وار جرګې، مرکې او پرلتونه کړي، او له حکومت او پوځ څخه یې د ترهګرۍ ختمولو او امنیت ټینګښت غوښتنې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي. دا راز حکومت د جون په ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د نوي عملیاتو پیلولو فیصله هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG