د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت مخالفه ګوندونه وايي د پاکستاني پوځ نوي عمليات د ګټې پر ځای د زيان لامل ګرځي


د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم د افغانستان پولې ته نېږدې د وسلوالو خلاف عملیات ترسره کړي دي: انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم د افغانستان پولې ته نېږدې د وسلوالو خلاف عملیات ترسره کړي دي: انځور له ارشیفه

د عوامي نيشنل ګوند مشر سېنېټر ايمل ولي خان ادعا کوي چې د پاکستاني پوځ عمليات د امنيت لپاره نه بلکې د قدرتي وسايلو ترلاسه کولو لپاره دي.

نوموړي د جون پر ۲۴مه په سېنېټ کې د خبرو پر مهال وويل چې درې ورځې مخکې اعلان شوي، د "عزم استحکام" په نوم پوځي عمليات ځکه نه مني چې د ګټې پر ځای یې زيان ډېر دی: "ډرامې بازۍ نه ختمېږي. څومره ډېر عمليات وشول. نه پکې طالب او نه هم کوم بل ترهګر ته زیان ورسېد. خو قوم تباه، سیمې تباه او پر قدرتي وسايلو د پوځ کنټرول. موږ دا نوي پوځي عمليات ردوو."

ايمل ولي خان زياته کړه چې هغوی غواړي چې پاکستان بايد د ټولو وسلوالو پر ضد يو شان عمل وکړي: "داسې نه شي کېدلی چې عوام تباه وي او وسلوال دې په پروټوکول کې ګرځي. په ترهګرو کې ښه او بد نi شته. هر ترهګر، ترهګر دی."

په پاکستان کې له يوې اوږدې مودې راهيسې د "ښه" او "بدو" طالبانو اصلاحات کارېږي. د "ښو طالبانو" اصطلاح د هغو وسلوالو لپاره کارول کېږي چې يا خو پوځ ته تسليم شوي وي او يا د هغوی مخالف نه وي. بلخوا د "بدو طالبانو" اصطلاح د هغو وسلوالو لپاره کارول کېږي چې د پوځ يا حکومت مخالف وي او پر هغوی بريدونه کوي.

خو د پاکستان پوځ په وار وار ادعا کړې چې د وسلوالو ډلو پرضد يې "بې توپيره" عملیات کړي دي.

په عين حال کې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې پوځي عمليات د امن ضمانت نه شي کېدلی.

نوموړي د جون پر ۲۴مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دا "عزم استحکام" نه بلکې "عدم استحکام" عملیات دي. نوموړي زياته کړه چې تر دې وړاندې هم د پاکستان امنیتي ادارو په بېلا بېلو وختونو کې عملیات کړي دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

د نوموړي په وینا، د هماغو عملیاتو نتیجه وه چې نن سبا په خیبر پښتونخوا کې و سلوالو خپله "ولکه ټینګه کړې" ده او د وسلوالو پر وړاندې امنیتي ادارې او پولیس "کمزورې" شوې دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د ايمل ولي خان او مولانا فضل الرحمان د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښوولی. خو د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم شهبازشريف دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سیاسي ګوندونه دې د "عزم استحکام" عملياتو په اړه ځکه اندېښنه نه کوي چې دا د پخوانيو هغو په څير نه دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د عملياتو پر مهال به پر دومره لويه پيمانه جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره کړل شي.

تر دې وړاندې، د جون پر ۲۳مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت ويلي ول چې د ترهګرۍ مخ پر زیاتېدونکو پېښو ته په کتو پوځي عمليات ضروري ول. هغه ادعا وکړه چې پوځ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د ټولو وسلوالو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي.

بلخوا په بلوچستان کې د هغې صوبې اعلا وزیر د حکومت له لوري د اعلان شویو عملیاتو هرکلی کړی دی.

میر سرفراز بګټي د جون پر ۲۴مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې د دغو عملیاتو تر ټولو زیاته اړتیا په بلوچستان صوبه کې لیدل کېږي: "دلته په بلوچستان کې د دغو عملیاتو ضرورت ځکه زیات دی چې د پاکستان په نورو برخو کې چې د مذهب په نامه کومه ترهګري یا بغاوت روان دی، دلته له بغاوت نه هم یو غټ څیز ترې جوړ دی نو زما په خیال دلته یې ضرورت د پاکستان له نورو برخو زیات لیدل کېږي."

پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، پاکستان تحريک انصاف، جماعت او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون يوشمېر سياسي ګوندونو د پاکستاني پوځ د نويو عملياتو مخالفت کړی دی.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۳مه اعلان وکړ چې په ټول ملک کې به د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات پيلوي. د وزيراعظم شهباز شریف د دفتر لخوا په دې اړه خپاره شوي بیان کې راغلي وو چې د دې عملياتو مقصد مخ پر زیاتېدونکې ناامني ختمول او ترهګر له مينځه وړل دي.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۲ز کال راهیسې څو ځلې په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات کړي دي. د دې عملياتو او وسلوالو سره د نښتو له وجې په لکونو خلک بې کوره شوي دي.

که څه هم پوځ ويلي چې په دغو عملياتو کې یې ګڼ وسلوال وژلي خو اوسمهال د خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو قومي مشرانو د جرګو او جلسو له لارې حکومت ته خبرداری ورکړی چې وسلوالو بیا فعاليتونه پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG