د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سږ کال د پولیو وهلو شمېر۸ ته ورسېدی


پېښور کې روغتياپالان يو ماشوم ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکوي ـ انځور له ارشيفه
پېښور کې روغتياپالان يو ماشوم ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د روغتیا څانګې چارواکي وايي‌ چې هلته دوه نور ماشومان ګوزڼ یا پولیو وهلي‌ چې ورسره سږ کال په دې ناروغۍ د اخته شویو ماشومانو شمېر اتو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام د جون پر ۲۸مه په یو بیان کې وویل چې له تازه هغو څخه یوه پېښه د بلوچستان په قلا عبدالله کې او بله د کراچۍ په کیماړۍ کې ثبت شوې ده.

د دوی په وینا، د کلاعبدالله په دوه کلن ماشوم او د کراچۍ د کیماړي سیمې په درې کلن ماشوم کې د پولیو وایرس پخلی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو مخنیوي پروګرام ویلي چې د جولايي له لومړۍ نیټې د پاکستان په ۴۱م ضلعو کې د پولیو واکسینو اووه ورځنی کمپاین پېلېږي.

د دوی په وینا، په دې ترڅ کې به د پنځو کالو او ترهغه کم عمره له ۹۵ لاکه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

په پاکستان کې په پرلپسې توګه د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي خو بیا هم دا ناروغي له منځه نه ده تللې.

د چارواکو په وینا، د دې تر ټولو لویه وجه دا ده چې ځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي.

سږ کال د پولیو ټول ناروغان په بلوچستان او سیند صوبه کې میندل شوي دي.

په کوټه کې د روغتيا ادارې چارواکو د جون پر ۲۵مه وویل چې د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه کلا عبد الله کې يو ۱۸ مياشتنی ماشوم د پوليو له امله معذوره شوی دی.

تر دې وړاندې، د جون پر لومړۍ نېټه د سيند صوبې په شکارپور ضلع کې هم په يو دوه نيم کلن ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی وو.

دا ډول روان ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پوليو ناروغانو شمېر اته ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په هغه هېواد کې په ۲۰۲۲ز کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ز کال کې یوه او په ۲۰۲۰ز کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

د پوليو مخنيوي کيمپېنونه

په کوټه کي د روغتیا ادارې چارواکي وايي چې د بلوچستان په ځينو سيمو کې اوس هم د پوليو وايرس موجود دی چې له امله به يې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د هغې صوبې په ۱۴ ضلعو کې د پولیو د مخنيوي پينځه ورځنی واکسيني کمپېن پيلوي.

تر دې وړاندې، د پاکستان حکومت د جون له درېيمې نېټې څخه له افغانستان سره نيږدې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین پينځه ورځنی کيمپېن تر سره کړی وو. چارواکو ويلي‌ ول چې په هغه ځانګړي کيمپېن کې به ۴۳،۰۰۰ ماشومانو ته د دغه معذوروونکي وایرس د مخنيوي څاڅکي ورکوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د ګوزڼ وهلي ماشوم پلار ارمان کوي چې ولې یې له څاڅکو انکار وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

پولیو ولې نه ختميږي؟

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

د چارواکو هڅې

چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په دواړو هېوادونو کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو او پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم تر اوسه پاکستان او افغانستان د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پر افغانستان او پاکستان سربېره نايجيريا درېيم هېواد وو چې څو کاله وړاندې لا پوليو وايرس پکې موجود وو، خو د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۵مه د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG