د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر له زندانه ۱۸ بندیان تښتېدلي دي


پولیس تر پېښې وروسته د زندان معاینه کوي ـ
پولیس تر پېښې وروسته د زندان معاینه کوي ـ

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د راولا کوټ ښار له زندانه ۱۸ بندیان تښتېدلي دي.

چارواکي وايي، پېښه د جون پر ۳۰مه هغه مهال وشوه چې په زندانیانو کې یو له ځان سره تمانچه ایښې وه او د هغې په وسیله یې د زندان ساتونکی قابو کړی او کلي (کونجي) یې ترې اخیستې ده.

پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي چې تمانچه هغه زنداني ته څنګه او چا رسولې وه.

د ځايي پولیسو مشر ریاض مغل د جولای پر لومړۍ نېټه اسوشیېټېډ پریس ته وویل چې د راولاکوټ له زندانه د تښتېدلو پر مهال یو بندي په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل چې په تښتېدلو کې شپږ کسان د مرګ او درې تنه د ټول عمري قید په سزا محکوم شوي ول.

مغل وايي په پاکستان کې د زندانونو ماتېدلو پېښې ډېرې کمې کېږي. د دې پېښې په ترڅ کې د زندان مشر او ځینې نور چارواکي له دندو لرې کړل شوي دي.

راولا کوټ ښار له مرکزي ښار مظفراباد څخه ۱۱۰ کیلومیټره جنوب ته پروت دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG