د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ: پي ټي ای ته دې د قامي او صوبايي اسمبلیو ځانګړې څوکۍ ورکول شي


پاکستان تحريک انصاف د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه پورې کړي او احتجاجونه يې کړي ـ انځور له ارشيفه
پاکستان تحريک انصاف د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه پورې کړي او احتجاجونه يې کړي ـ انځور له ارشيفه

پاکستان سپريم کورټ امر کړی چې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې دې پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ته د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ورکول شي.

د سپريم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ ۱۳ کسیزې لویه جرګګۍ د جولای پر ۱۲مه د پينځو په مقابل کې د اتو غړو په اکثريتي پرېکړې سره د پېښور های کورټ او پاکستان انتخاباتي کمېشن پرېکړې لغوه کړې چې پي ټي ای يې له ځانګړو څوکيو محرومه کړی وو.

د پاکستان ستر عدالت د اورېدنې پر مهال وويل چې د انتخاباتي کمېشن پرېکړه د ايين خلاف ده او تحريک انصاف ته د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې انتخاباتي نخښه نه ورکول له انتخاباتو د یو سیاسي ګوند مخه نه شي نيولای. د سپريم کورټ په وینا، پاکستان تحریک انصاف یو سیاسي ګوند وو او اوس هم دی.

عدالت زياته کړه چې تحريک انصاف دې په ۱۵ ورځو کې دننه د ځانګړو څوکيو لپاره د خپلو نوماندانو نوملړ له انتخاباتي کمېشن سره جمع کړي.

پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوه چې انتخاباتي کمېشن د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر عامو انتخاباتو څو اونۍ وروسته په مارچ کې د ښځو او لږکیو څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل پر ځای نورو ګوندونو ته ورکړې.

د تحریک انصاف سیاستوالانو په انتخاباتو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد شورا ورګډ شول خو انتخاباتي کمېشن په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نوماندانو نوملړ نه وو شریک کړی.

سني اتحاد کونسل د دې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ خو عدالت د کمېشن پرېکړه پر ځای وساتله.

تر دې وروسته سني اتحاد کونسل په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ. د پاکستان سترې محکمې په مې کې د پېښور های کورټ او د انتخاباتي کمېشن پرېکړې وځنډولې.

کمېشن د عدالت د امر پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ځانګړو څوکیو د منتخبو ۷۷ استازو غړیتوب وځنډاوه.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۴۵ دی چې ورڅخه یې ۱۱۵ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

د سپريم کورټ پر پرېکړې غبرګونونه

د پاکستان تحريک انصاف مشرانو له عدالتي پرېکړې سمدستي وروسته په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې هغوی خپل حق تر لاسه کړ خو په وينا يې مبارزه به لا هم روانه ساتي.

د ګوند مخکښ او د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزير شبلي فراز خبري غونډې ته وويل چې هغوی به اوس د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د "درغليو" خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.

پي ټي ای او د پاکستان يو شمېر نور سياسي ګوندونه تور پورې کوي چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د پاکستان پوځ مداخلت کړی او انتحاباتي کمېشن پراخې درغلۍ کړې دي، خو پوځ او کمېشن دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

بل خوا د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ د ستر عدالت تر پرېکړې وروسته په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې عدالتي پرېکړه به د دوی پر حکومت هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

د نوموړي وينا وه چې اېتلافي حکومت اوس هم په قامي اسمبلۍ کې له ۳۳۶ څوکيو ۲۰۹ څوکۍ لري.

XS
SM
MD
LG