د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: پښتنو ته پر پېښو مسلو لویه جرګه کوو


د ګیله من وزیر په جنازه کې زرګونه خلکو ګډون کړی وو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

د ګيله من وزير جنازه د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په اسد خېلو کلي کې وشوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي‌ چې د پښتنو ته پر پېښو مسلو د بحث او پرېکړې لپاره لویه جرګه کوو.

منظور پښتین دا اعلان د جولايي پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په اسدخېلو کې د ګیله من وزیر پر جنازه راغونډ شویو په زرګونه خلکو ته په وینا کې وکړ.

پښتین که څه هم دا په ډاګه نکړه چې جرګه به چېرې کوي خو دومره یې وویل چې د اکتوبر پر ۱۱مه به د ټول پښتون قام استازي په یو میدان کې را غونډوي چې د ده په وینا، د قام پر مسلو بحث وکړي‌ او بیا یو شریکه او غوڅه کړنلاره وټاکي.

هغه وویل، "پر دې وطن ستاسو د څنګ ياران قربان شوي دي. موږ ټول قرباني ته تيار يو. تاسو نه يوه وعده اخلم، همت به نه بایلی، یو تاريخي پړاو ته خبرې روانې دي. حوصلې به نه بایلی، همت به نه بایلی."

دا په داسې حال کې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ فعال او ولسي شاعر ګیله من وزیر مړی د جولای پر ۱۲مه مازيګر د شمالي وزیرستان د رزمک ډويژن په اسدخېلو کلي کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي په جنازه کې د پي ټي اېم پر فعالانو سربېره د شمالي وزيرستان او د يوشمېر نورو سيمو زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

پر اسد خېلو سربېره د کراچۍ او کوټې په ګډون په پاکستان کې دننه او بهر په يوشمېر ښارونو کې هم د ګيله من وزير د غايبانه جنازې لمونځونه ادا کړل شول.

په کراچۍ کې د جولای پر ۱۲مه د ګيله من وزير د جنازې لمونځ ادا کړل شو
په کراچۍ کې د جولای پر ۱۲مه د ګيله من وزير د جنازې لمونځ ادا کړل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو، غړو او پلویانو د وزیر جسد د جولای پر ۱۱مه په یوه قافله کې له اسلام اباده د پېښور پر لاره وزیرستان ته ولېږداوه.

د غورځنګ یو غړي حیات وزیر د جولای پر ۱۱مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په مختلفو ښارونو کې زرګونه خلک د وزیر د درناوي لپاره د قافلې مخې ته ورووتل چې له وجې یې سفر خورا زیات وخت واخیست.

د وزیر د جنازې کاروان بېګا نیمه شپه بنو ته تر رسېدو وروسته د شمالي وزیرستان پر لوري روان شو. په هغه کاروان کې د غورځنګ د مشر منظور پشتین په ګډون سلګونه مخکښه مشران، غړي او فعالان ګډون کوي.

ګیله من وزیر، چې اصلي نوم یې حضرت نعیم وو، د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې تر ژوبلېدو وروسته پر ۱۱مه نېټه ومړ.

دا تر هغې وروسته ده چې وزیر د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د ټپونو له امله سا ورکړه.

هغه په اسلام اباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) په روغتون کې بستر وو.

منظور پشتین وايي چې د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو ګيله من وزير په لرګیو پر سر وهلی وو.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري. هغه لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د اسلام اباد پولیس وايي چې پر ګیله من وزیر یې د برید مقدمه دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو د عملیاتي چارو د څانګې ویاند شریف الله خټک د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په مقدمه کې د تورنو کسانو پر دفترونو او کورونو چاپې وهلې دي خو هغوی ورک دي او لا یې هېڅوک نه دي نیولي.

د پاکستان او افغانستان په ګډون په مختلفو هېوادونو کې سیاستوالانو، فعالانو، لیکوالانو او هنرمندانو د ګیله من وزیر پر مړینه خپګان ښوولی دی او هغه يې د پښتنو د حقونو يو "پياوړی او رسا غږ" بللی دی.

XS
SM
MD
LG