د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت عمران خان او د هغه مېرمنې ته د غير شرعي نکاح په مقدمه کې ورکړې سزا لغوه کړې ده


عمران خان او بشرا بي بي په ۲۰۱۸ز کال کې واده کړی وو: انځور له ارشیفه.
عمران خان او بشرا بي بي په ۲۰۱۸ز کال کې واده کړی وو: انځور له ارشیفه.

د اسلام اباد یوې ځایي محکمې د عدت په مهال نکاح کولو په مقدمه کې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني وزیر اعظم عمران خان او د هغه میرمن بشرا بي بي ته ورکړل شوې سزا لغوه کړې ده.


د روان کال د فبرورۍ په درېیمه نیټه د اسلام اباد سول جج قدرت الله عمران خان او بشرا بي بي ته په یاده مقدمه کې اوه، اوه کاله بند سزا اورولې وه.
عمران خان او میرمن یې د عدالت د پرېکړې ضد درخواست ورکړی وو. د جولای پر ۱۳مه، جج افضل مجوکه د دوی عریضې ومنلې او دوی دواړو ته ورکړل شوې سزا یې لغوه کړه.

دا مقدمه د بشرا بي بي د پخواني خاوند خاور مانیکا په درخواست درج شوې وه. نوموړي تور پورې کړی وو چې عمران خان له بشرا بي بي سره په داسې مهال کې نکاح تړلې وه چې د عدت شرعي موده یې نه وه پوره. د اسلامي قانون مطابق عدت هغې مودې ته ویل کېږي چې د خاوند له مړینې یا له طلاق وروسته یې ښځه د بلې نکاح نه مخکې تېروي. دا موده درې میاشتې وي.

عدالت د عمران خان او د هغه میرمن په یاده مقدمه کې بری کېدو په اړه لنډ امر واورولو. جج وویل چې که دوی په کومه بله مقدمه کې نه وي نیول شوي، نو له زندانه دې خوشې شي.

اسلام اباد های کورټ د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان سزا ځنډولې وه او د هغه له زندانه د خوشې کولو امر یې کړی وو. هغه عدالت داراز، نوموړی د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې هم بري کړی دی خو هغه د عدت پر مهال د نکاح کولو په مقدمه کې بندي دی.

د خان د خوشې کولو لپاره یې ګوند وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG