د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅانو یووالي کمېټې په کوټه کې احتجاج ځنډولی دی


ماهرنګ بلوڅه وایي که حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړې نو بیا احتجاج پیلوي ـ پخوانی انځور.
ماهرنګ بلوڅه وایي که حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړې نو بیا احتجاج پیلوي ـ پخوانی انځور.

د بلوڅانو د یووالي (یکجهتۍ) کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅې په کوټه کې د خپل احتجاج ځنډولو اعلان کړی دی.

هغه کمېټي د بلوڅانو د حقونو او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوي. ماه رنګ بلوڅې په کوټه کې احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې حکومتي چارواکو ورسره په مذاکراتو کې د جولای ۱۱مې مظاهرې پر مهال د نیول شویو کسانو خوشې کولو او د ظهیر زېب بلوڅ په نوم د یو ورک وګړي د مقدمې دایرولو غوښتنې منلې دي.

هغې وویل چې چارواکو له ۲۱ نیول شویو څخه ۱۵ تنه خوشې کړي دي او نور به د جولای پر ۱۵مه خوشې کوي. بلوڅې وویل چې چارواکي د مظاهرچیانو پرضد دایره کړې مقدمه هم ختموي.

د بلوچستان پولیسو د جولای پر ۱۲مه د ماهرنګ بلوڅې په ګډون د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د نورو غړو پرضد مقدمه وکښله.

پولیسو تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو د جولای پر ۱۱مه د ظهیر بلوڅ او نورو ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره د احتجاج پر مهال په کوټه کې سرکاري ودانۍ زیانمنې کړې دي او په اخ و ډب کې یې پولیس ژوبل کړي دي. خو مظاهرچیان دا تورونه ردوي او وايي چې پولیسو ورباندې تشدد کړی دی.

ماه رنګ بلوڅې د جولای ۱۳مې په ماښام احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې چارواکو د ظهیر بلوڅ د ورکېدو مقدمه د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) پرضد لیکلې ده.

هغې وویل چې چارواکي د نوموړي د موندلو لپاره یوه کمېټي جوړوي چې پکې به د بلوڅ د کورنۍ غړي هم موجود وي. نوموړې زیاته کړه چې که ظهیر بلوڅ په ۱۵ ورځو کې پیدا نه شو نو بیا په احتجاج لاس پورې کوي. چارواکو لا د بلوڅې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ویلي ول چې بلوڅ پولیسو نه دی ورک کړی.

کله چي ماهرنګ بلوڅ د احتجاج د ختمولو اعلان کولو نو هغه وخت د کوټي په چي پي او چوک کې د صوبې د تعلیم وزیره راحیله درانۍ او ځینې نور وزیران او حکومتي چارواکي موجود ول. د حکومت او بلوڅ یکجهتي ترمینځ پر تړون د کوټي کمېشنر او د لادرکه ظهیر بلوڅ خور لاسلیکونه کړي دي.

په کوټه کې بلوڅانو له هغه وروسته احتجاج پیل کړ چې د جون پر ۲۷مه د ظهیر بلوڅ په نامه یو ځوان بې درکه شو. نوموړي په کوټه کې په ډاکخانه کې نوکر وو.

صوبایي حکومت ادعا کوله چې د هغه مشر ورور د بېلتونپاله بلوڅانو ملګری دی او ظهیر بلوڅ هېڅ امنیتي ادارې نه دی نیولی.

د جولایي پر ۱۱مه د لاریون پر مهال د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ نښتې وشوې. تر نښتې وروسته بلوچ یکجهتي کونسل وویل چې پولیسو ۳۷ احتجاج کوونکي نیولي او ګڼ شمېر یې ژوبل کړي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم دي.

خو د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند په يو ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې د امنیت په خاطر یې مظاهرچیانو ته اجازه ور نه کړه چې د ښار مرکزي يا "حساسې" سيمې ته داخل شي.

د بشري حقونو نړیوالو او ملکي ادارو د پولیسو له خوا پر مظاهره چیانو د تشدد غندنه کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان د جولای پر ۱۲مه په بیان کې وویل چې د پولیسو غیرقانوني زور کارونې، اوښکو بهونکي ګیس او د ډنډو کارولو هغه اقدام غندي چې په کوټه کې په یوه سوله ییزه مظاهره کې یې ترسره کړی دی.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د بشري حقونونو لپاره کارکوونکې ادارې (اېچ ار سي پي) هم پر مظاهرچیانو، په ځانګړي ډول پر ښځو د تاوتریخوالي غندنه کړې وه.

سازمان د جولای پر ۱۱مه، غوښتنه وکړه چې حکومت دې د ظهیر بلوڅ په موندلو کې خپل کردار ادا کړي او ژر تر ژره دې يې خپلوانو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG