د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د پاکستان حالت ته په کتو يوازې یو معجزه دا هېواد ژغورلای شي


محمود خان اڅکزي‌ د جولایي پر ۱۵مه د کوټې په های کورټ ودانۍ کې وکيلانو ته وينا وکړه. (انځور:ارشیف)
محمود خان اڅکزي‌ د جولایي پر ۱۵مه د کوټې په های کورټ ودانۍ کې وکيلانو ته وينا وکړه. (انځور:ارشیف)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي که پاکستان خلکو ته پر خپلو وسایلو واک ورکړي، "ترهګري به ختمه شي."

محمود خان اڅکزي‌ دا څرګندونې د جولایي پر ۱۵مه د کوټې په های کورټ ودانۍ کې وکيلانو ته په وينا کې کړې دي.

نوموړی د مځکې قبضه کولو په تور جوړه شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې شوی وو او عدالت پر نوموړي جوړه شوې مقدمه بې اساسه بللې او ختمه کړې ده.

محمود خان اڅکزي د ۲۰۲۴ر کال د مارچ پر دویمه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې دعوه وکړه چې پوځ او استخباراتي ادارې په سیاست کې لاسوهنه کوي او پر دې کار یې په انتقاد کولو سره وویل چې په پاکستان کې باید جمهوري عمل دوام ومومي.

د نوموړي‌ تر دې بیان یوه ورځ وروسته پولیسو د کوټې پرکواري سړک د محمود خان اڅکزي پر کور چاپه ووهله او تور یې پورې کړ چې هغه له خپل کور سره نېږدې سرکاري ځمکه قبضه کړې ده.

خو محمود خان اڅکزي دغه تور رد کړی وو او ویلي يې وو چې دا شخصي ځمکه ده او هغه په قانوني توګه اخیستې ده. د بلوچستان های کورټ شاوخوا څلور میاشتې وروسته د جولايي پر ۱۵مه هغه مقدمه ختمه کړه.

محمود خان اڅکزي پر دې مهال وکیلانو ته په وینا کې وویل چې د پاکستان حالت ته په کتو يوازې کومه "معجزه" دا هېواد ژغورلای شي.

نوموړي وويل "د هرې سیمې بچي بايد پر خپلو وسايلو اختيار ولري. که دا وشي، ټولې جګړې به ختمې شي. کله چې ته راشې او د خلکو پر وسايلو قبضه وکړې نو له هغوی سره بله څه چاره پاتې شي؟ کله چې بیا هغه د خپلو وسايلو دفاع کوي او يا دا وايي چې زما د واکمنۍ په حق کې مداخله کوې، نو ته یې ترهګر اعلانوې. ترهګري له بې انصافۍ پيدا کېږي."

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې په پاکستان کې ترهګري په عملياتو نه بلکې د انصاف په کولو او د جمهوريت په پياوړتیا ختمېدلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه، د عزم استحکام عملياتو د کولو پرېکړه اعلان کړه. خو وروسته د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ادعا وکړه چې دا عمليات لا پيل شوې نه دي.

د حکومت د دې اعلان پرضد سیاسي ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو فعالانو سخت غبرګون وښود. وفاقي حکومت دې ته په کتو د وضاحت په توګه وویل چې دا عملیات به له پخوانیو هغو بېل وي او د پخوانیو هغو په څېر به عام ولس نه بې کوره کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG