د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر جو بایډن د کورونا وایرس په ناروغۍ اخته شوی دی


د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپينه ماڼۍ کې وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپينه ماڼۍ کې وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کورونا وايرس په ناروغۍ یا کووېډ-۱۹ اخته شوی دی.

سپينې ماڼۍ د جولای پر ۱۷مه دا اعلان په داسې وخت کې وکړ چې تر هغه لږه شېبه وروسته پلان شوې وه چې بايډن به په لاس وېګاس کې يوې غونډې ته وينا کوي.

سپینۍ ماڼۍ د ولسمشر د ډاکتر له خولې ويلي دي چې د بایډن د کورونا وايرس ناروغۍ علامات کمزوري دي، خو د ګوښه‌ والي لپاره په ډېلاوېر کې خپل کور ته لېږدول شوی دی. د بایډن ډاکتر زياته کړې چې هغه ټوخی، د پوزې د اوبو بهېدو علامت او د ستړیا احساس لري، خو تبه نه‌ لري.

بایډن، چې اکثر یې د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنې موجودې وي، پر داسې مهال په کووېډ-۱۹ اخته شوی چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنیز کيمپېنونه حساس پړاو ته داخل شوي دي.

په کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند نېږدې ۲۰ غړو له بایډنه غوښتي چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو له نوماندۍ لاس واخلي خو هغه وايي چې د ګوند په استازیتوب پکې برخه اخلي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات سږ کال د نومبر پر پینځمه کېږي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز په وروستۍ میاشت کې په چین کې موندل شوی وو او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې جهاني وبا اعلان کړه. کووېډ-۱۹ په ټوله نړۍ کې مېلیونونه کسان ووژل، هغه وایرس لسګونه مېلیونه انسانان ناروغه کړل او د نړۍ اقتصاد او روغتيايي نظام يې له لوی فشار سره مخامخ کړ.

حکومتونو د کورونا وایرس او کووېډ-۱۹ د خپرېدو مخنیوي لپاره ټولبندونه (لاک ډاونونه) او واکسیني کیمپېنونه وکړل.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ز کال په پسرلي کې د کورونا وایرس جهاني وبا او نړیوال بیړني حالت د ختمېدو اعلان وکړ خو په لسګونه هېوادونو کې اوس هم د ناروغۍ پېښې ثبتېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG