د بلوچستان نيشنل ګوند مشر اختر جان مېنګل وايي، که پاکستان امن غواړي نو لادرکه خلک دې خپلو کورونو ته ستانه کړي او د ښځو له برمته کولو دې لاس واخلي.
نوموړي د جولای پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د بې درکه کسانو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو نه یوازې پخواني لادرکه کړي بلوڅان نه دې خوشې کړي بلکې په وروستيو کې یې د هغوی د کورنيو احتجاج کوونکي غړي، چې ښځې هم پکې شاملې دي، نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په خضدار کې د بلوڅانو د حقونو او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوونکې "بلوچ یکجهتي کمېټۍ" د مشرې ماه رنګ بلوڅې په مشرۍ مظاهرې روانې دي.
نوموړې د جولای پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه ادعا کړې چې د اېف سي ځواک سرتېرو ورباندې ډزې کړې دي او د احتجاج ځيني نارينه او ښځينه ګډونوال یې تر نيولو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
د بلوچستان چارواکو او پوځ لا د نوموړې د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ تر دې وړاندې په کوټه کې هم مظاهرې کړې وې. د جولای پر ۱۱مه په کوټه کې د یو ورک سړي ظهیر زېب بلوڅ د خوشې کولو لپاره د لاریون پر مهال د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ اخ و ډب وشو.
ماه رنګ بلوڅې هغه مهال ويلي ول چې پولیسو ۳۷ احتجاجیان نیولي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم دي.
د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند د جولای پر ۱۱مه ناوخته په يو ویډیویي بیان کې وويل چې د امنیت په خاطر یې مظاهرچیانو ته اجازه ور نه کړه چې د ښار مرکزي يا له امنیتي پلوه "حساسې" سيمې ته داخل شي.
پولیسو تر هغې يوه ورځ وروسته وويل چې نيول شوې پینځه ښځې یې خوشې کړي دي.
د بشري حقونو د سازمانونو غندنه
د بخښنې نړيوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په کوټه کې پر بلوڅ احتجاجیانو تشدد غندلی وو.
سازمان د جولای پر ۱۲مه پر اېکس پاڼه لیکلي ول چې د پولیسو "غیر قانوني زور، اوښکې بهوونکی ګیس او د ډنډو کارولو" هغه اقدام غندي چې په کوټه کې يې د یوې "سوله ییزې" مظاهرې پر مهال کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان زياته کړې وه چې د سوله ییزو مظاهرچیانو نیول د بشري حقونو د هغه نړیوال قانون سرغړونه ده چې پاکستان لاسلیک کړی دی.
تر دې وړاندې، د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم پر مظاهرچیانو، په ځانګړي ډول، پر ښځو د تشدد غندنه کړې وه.
سازمان د جولای پر ۱۱مه پر اېکس پاڼه په ليکلي بيان کې غوښتنه کړې وه چې حکومت دې د ظهیر بلوڅ په موندلو کې خپل کردار ادا کړي او ژر تر ژره دې يې خپلوانو ته وسپاري.
په کوټه کې بلوڅانو تر هغه وروسته احتجاج پیل کړ چې د جون پر ۲۷مه د ظهیر بلوڅ په نامه یو ځوان ورک شو. نوموړي په کوټه کې په ډاکخانه کې کار کاوه.
خو د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې د هغه مشر ورور د بېلتونپاله بلوڅانو ملګری دی او ظهیر بلوڅ هېڅ امنیتي ادارې نه دی نیولی.
وروسته د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅې په کوټه کې خپل احتجاجي پرلت وځنډاوه. هغې د جولای پر ۱۴مه په کوټه کې احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې حکومتي چارواکو ورسره په مذاکراتو کې د جولای ۱۱مې مظاهرې پر مهال د نیول شویو کسانو خوشې کولو او د ظهیر زېب بلوڅ د مقدمې دایرولو غوښتنې منلې دي.
هغې وویل چې چارواکي د نوموړي د موندلو لپاره یوه کمېټي جوړوي چې پکې به د بلوڅ د کورنۍ غړي هم موجود وي.
پاکستان کې د ورکو شويو کسانو ستونزه
په پاکستان کې د جبري بې درکیو مسله څو لسیزې سابقه لري. په هغه هېواد کې په جبري توګه د لادرکه کسانو د قضيو په اړه کار کوونکی حکومتي کمېشن وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ قضيې ثبت کړې دي.
په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوي هغه کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه په راپور کې ويلي چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰،۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړې دي. د کمېشن په وینا، له هغو څخه یې ۸،۰۱۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.
خو د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ میسينګ پرسنز) مشر نصر الله بلوڅ په جون کې د لوی اختر پر ورځ په کوټه کې د احتجاج پر وخت وويل چې د جبري لادرکه شويو کسانو شمېر له حکومتي ارقامو لوړ دی.
هغه د پاکستان پر عدالتونو او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د امنيتي ځواکونو په لاس د زرګونو لادرکه شويو بلوڅانو د موندلو او عدالتونو ته د وړاندې کولو لپاره دې کار وکړي.
بلوڅ زیاته کړه چې په زرګونو بلوڅان یا لادرکه او یا یې هم تر ورکېدو وروسته مړي موندل شوي دي.
د پاکستان پوځ دريځ لري چې د لادرکو خلکو شمېر په زرګونو کې نه دی. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي.