د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، تحریک انصاف ته ځانګړې چوکۍ ورکوي‌


پاکستان تحريک انصاف د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه پورې کړي او احتجاجونه يې کړي ـ انځور له ارشيفه
پاکستان تحريک انصاف د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه پورې کړي او احتجاجونه يې کړي ـ انځور له ارشيفه

د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ د جولایي په ۱۹مه یوه غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف د ځانګړو چوکیو په اړه د سپریم کورټ د فیصلې تفصیلي جایزه واخیستل شوه.

د پاکستان الېکشن کمېشن د مخصوصو چوکیو په اړه د سپریم کورټ لخوا د جولایي ۱۲مې په پرېکړه د عملدارمد فیصله کړې ده.

د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ د جولایي په ۱۹مه یوه غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف د ځانګړو چوکیو په اړه د سپریم کورټ د فیصلې تفصیلي جایزه واخیستل شوه.

په غونډه کې الېکشن کمېشن اړونده قانوني ډلې ته هدایات ورکړل چې که د فیصلې په عملي کېدو کې کوم خنډونه وي نو د هغې نشاندهي دې وشي څو د رهنمایي لپاره سپریم کورټ ته رجوع وشي.

دا له هغه وروسته ده چې د جولايي پر ۱۲مه د پاکستان سپريم کورټ امر کړی وو چې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې دې پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ته د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ورکول شي.

د سپريم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ ۱۳ کسیزې لویه جرګګۍ د پينځو په مقابل کې د اتو غړو په اکثريتي پرېکړې سره د پېښور های کورټ او پاکستان انتخاباتي کمېشن پرېکړې لغوه کړې چې پي ټي ای يې له ځانګړو څوکيو محرومه کړی وو.

د پاکستان ستر عدالت د اورېدنې پر مهال وويل چې د انتخاباتي کمېشن پرېکړه د ايين خلاف ده او تحريک انصاف ته د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې انتخاباتي نخښه نه ورکول له انتخاباتو د یو سیاسي ګوند مخه نه شي نيولای. د سپريم کورټ په وینا، پاکستان تحریک انصاف یو سیاسي ګوند وو او اوس هم دی.

عدالت زياته کړه چې تحريک انصاف دې په ۱۵ ورځو کې دننه د ځانګړو څوکيو لپاره د خپلو نوماندانو نوملړ له انتخاباتي کمېشن سره جمع کړي.

پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوه چې انتخاباتي کمېشن د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر عامو انتخاباتو څو اونۍ وروسته په مارچ کې د ښځو او لږکیو څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل پر ځای نورو ګوندونو ته ورکړې.

د تحریک انصاف سیاستوالانو په انتخاباتو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد شورا ورګډ شول خو انتخاباتي کمېشن په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نوماندانو نوملړ نه وو شریک کړی.

سني اتحاد کونسل د دې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ خو عدالت د کمېشن پرېکړه پر ځای وساتله.

تر دې وروسته سني اتحاد کونسل په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ. د پاکستان سترې محکمې په مې کې د پېښور های کورټ او د انتخاباتي کمېشن پرېکړې وځنډولې.

کمېشن د عدالت د امر پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ځانګړو څوکیو د منتخبو ۷۷ استازو غړیتوب وځنډاوه.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

XS
SM
MD
LG