د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاملا هیرېس د بایډن تر ملاتړ وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماندېږي


کاملا هیرېس د بایډن تر ملاتړ وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماندېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:51 0:00

امریکايي ولسمشر جو بایډن د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ډېموکراټ ګوند د سیاستوالې او مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس ملاتړ اعلان کړی دی. نوموړي د جولای پر ۲۱مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو له نوماندۍ څخه لاس واخیست. هیرېس د امریکا د تاریخ لومړۍ تور پوستې او اسیايي توکمه ښځه ده چې د مرستیالې ولسمشرې په توګه دنده ترسره کوي. هغې پخوا د قانونپوهې، د کیلېفورنیا ایالت د لویې څارنوالې او سېنېټرې په توګه کار کړی دی او اوس د ولسمشرۍ انتخاباتو ته احتمالي نومانده ده. هیرېس د رېپبلېکن ګوند د نوماند او پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سختو منتقدانو یوه ده. ټاکل شوې چې د نومبر پر پینځمه په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات وشي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG