د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د عزم استحکام عملیاتو او پي ټي ای ضد کاروایانو دفاع کړې ده


د پاکستان پوځ وياند لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف پخوانی انځور
د پاکستان پوځ وياند لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف پخوانی انځور

د پاکستان پوځ د اعلان شوو عزم استحکام په نامه د عملياتو او د تحريک انصاف ضد د کاروايانو دفاع کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) ویاند لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې "عزم استحکام عمليات" ډير زیات ضروري دي خو دا به يوازې پوځي کاروايي نه وي بلکې ګڼ اړخونه لري".

نوموړي زیاته کړه چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې پوځ هره ورځ ۱۱۲ کاروایانې کړې دي چې پکې د ده په خبر، ۱۳۷ پوځيان او ۳۹۸ وسله وال وژل شوي دي.

شريف زیاته کړه چې پخوا به سيمې له وسله والو څخه پاکې کړل شوې خو پوځ به هلته نه پاتې کېده چې د ده په وینا، دا سم کار نه وو او پکار ده چې پوځ په هغو سیمو کې پاتې شي تر څو سيمې بېرته د وسله والو لاس ته ورنه شي.

ایا احتجاجونه به حکومت مجبوره کړي چې عزم استحکام عملیات ونه کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:12 0:00

د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف دا هم وويل چې په پاکستان کې بايد ټولې مدرسې ثبت شي. د هغه په وينا د ۵۰ فيصده مدرسو په اړه ډېر معلومات نه شته چې په مالي ډول څنګه چلول کېږي.

پر تحريک انصاف نیوکې

لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف د خبري غونډې پر وخت پر تحريک انصاف سختې نیوکې وکړې. هغه دعوه وکړه چې دغه ګوند د "ریاستي ادارو پر ضد خپل تبلیغات" جاري ساتلي دي.

پي ټي ای د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېر وخت کې یې مشرانو ويلي ول چې پوځ باید په سياست کې مداخله ونه کړي او د امنيت ساتلو دندې ته پام وکړي.

خو شريف وويل چې که د دې ګوند مشرانو ته د مې نهمې د خونړیو مظاهرو په تور پوره سزا ورکړل شوې وایه نو د ده په خبره، د نورو لپاره به یو درس وو.

د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

د تحريک انصاف ځيني مشران او غړي د مې پر نهمه د امنيتي ځواکونو پر ودانيوو د بریدونو په تور په جيل کې دي خو ځيني یې د عدالتونو لخوا خوشې شوي دي. دا ګوند د نهمې مې په پېښو کې له لاسلرلو انکار کوي.

ټولنيزې رسنۍ

د پاکستاني پوځ وياند وويل چې د پاکستان ايين هر چا ته د بیان ازادي ورکوي، خو د ډيجيټل ترهګرۍ کولو ازادي نه شته. هغه تور پورې کړ چې که هر څوک پر انټرنيټ د امنيتي ځواکونو ضد خلک پاروي او په ولس کې وېره خپروي، هغه "ترهګر" دی.

نوموړي زیاته کړه چې د انټرنيټ کاروونکي او ټوپک لرونکي دواړو پوځ په نښه کوي. احمد شريف وويل چې د ټوپک لرونکي ترهګرو پر ضد به پوځي عمليات کېږي خو انټرنېټ کاروونکي يوازې د قانون له لارې کنټرولېدای شي.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ له مياشتې راهیسې د عامو خلکو لپاره، پر اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) بندیز لګولی دی. خو حکومت او پوځ یې بیا هم استعمالوي.

احمد شريف د خپلې خبري غونډې په وخت ونه ويل چې که ټولنيزې رسنۍ ډېرې بدي دي، نو دوی يې په خپله ولې استعمالوي. خو نوموړي زیاته کړه چې که د انټرنيټي رسنيوو څارنه ونه شي نو نورې ستونزې جوړولی شي.

افغانستان

د پاکستان پوځ وياند خپل دا تور تکرار کړ چې ناقانونه وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان له افغانستانه بریدونه پلانوي. مېجر جنرال احمد شريف زیاته کړه چې دغه غیرقانوني ډله هڅه کوي چې د پاکستان د پرمختګ مخه ونیسي خو په وينا یې چې پوځ به یې دې کار ته پرېنږدي.

ټي ټي پي او پر کابل واکمنو افغان طالبانو په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېرو وختونو کې یې ويلي وو چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې نه بلکي په قبايلي سيمو کې دي.

بلخوا شريف ادعا کړې چې له افغانستانه د وسلو او نشه يي موادو قاچاق کېږي نو ځکه ضروري ده چې پر ډيورنډ کرښه د څار سخت نظام موجود وي.

نوموړي وويل چې پاکستان بايد افغانستان سره په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ اجازه ورنه کړي ځکه چې په وينا یې د دوو هېوادونو ترمينځ بغیر له پاسپورټ او وېزې د سفر اجازه نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې بلوچستان کې د پاسپورټ او وېزې د شرط پر ضد، ناستو د چمن پرلتوالو وويل چې حکومتي پلاوي ورسره تر مذاکراتو وروسته ټولې غوښتنې منلې دي. د پرلتوالو وياند ولسیار خان د جولای پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت یې ټول بندیان خوشې کړي او اوس د چمن او سپين بولدک خلک کولی شي پر شناختي کارډ او تذکره د يو بل خوا ته تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه چې که حکومت د سفري اسنادو په اړه خپله وعده پوره نه کړي، بیا به احتجاجونه شروع کوي.

دا پرلت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په مياشت کې پيل شوی وو. پرلتوالو د پاکستان حکومت هغه پالیسي ردوله چې له افغانستان سره د سفر لپاره یې د پاسپورټ او وېزې شرط عملي کړی وو. خو ځايي خلکو ويل چې د پخوا په څير دې د سپين بولدک او چمن ځايي اوسېدونکو ته په تذکره او شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه وي.

XS
SM
MD
LG