د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د اکبر بګټي د کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي


د کراچۍ ښار څنډه ـ انځور له ارشیفه.
د کراچۍ ښار څنډه ـ انځور له ارشیفه.

پولیس وايي چې په کراچۍ کې د بلوچستان د پخواني اعلا وزیر او ګورنر نواب اکبر خان بګټي د کورنۍ د دوو ډلو ترمینځ په نښته کې د نوموړي د وراره په ګډون پینځه تنه وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د کراچۍ د جنوبي ضلعې د پولیسو مشر اسد رضا بېګا خبریالانو ته وویل چې نښته د جولای ۲۵مې په ماخوستن د ښار په ډېفېنس سیمه کې شوې ده.

د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار خبریالانو ته وویل چې نښته د نواب اکبر خان بګټي وراره فهد بګټي او د هغه د خوریي علي حیدر بګټي د ډلو ترمینځ شوې ده.

ده زیاته کړه چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې د نښتې لامل شخصي دښمني وه. چارواکي وايي چې فهد بګټی د بلوچستان اسمبلۍ د پخواني غړي میر احمد نواز بګټي زوی وو.

پولیس وايي چې دواړو ډلو تر نښتې وروسته په کراچۍ کې د یو بل پر کورونو هم حملې وکړې چې تر هغې وروسته پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري هلته ځای پر ځای شول او وضعیت یې کنټرول کړ.

پولیس وايي چې د دواړو ډلو ۱۲ غړي یې نیولي او د نورو د نیولو لپاره عملیات روان دي. د دواړو خواوو کورنیو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ز کال کې، د بلوچستان اسمبلی پخواني غړي میر بختیار خان ډومکي مېرمن او لور، چې د نواب اکبر خان بګټي لمسۍ وې د کراچۍ په ګزري سیمه کې وژل شوې وې. په پېښه کې د کورنۍ ډریور هم وژل شوی وو.

ډېفېنس په کراچۍ کې د امنیت له پلوه یوه د باور وړ او شتمنه سیمه ده، چې د پرمختللو امنیتي تدابیرو لکه امنیتي ځواکونو، امنیتي کېمرو او د شخصي امنیتي خدماتو لپاره مشهوره ده.

نواب اکبر خان بګټی د بلوچستان یو مشهور سیاسي شخصیت او قومي مشر وو. هغه د بلوچستان اعلا وزیر او ګورنر په توګه خدمت کړی او د بلوڅانو د حقوقو لپاره یې مبارزه کوله.

بګټي په ۲۰۰۶ز کال کې د پوځ د پخواني مشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وو.

د بګټي مرګ په بلوچستان کې د شخړو او بې باورۍ یوه مهمه پېښه ګڼل کېږي، او نوموړی تر اوسه د بلوڅو حقوقو لپاره د مبارزې سمبول ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG