د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې د "امن پاڅون" په نوم لاریون شوی دی


د جولای پر ۲۶مه لاریونوال واڼه بازار ته ورټول شوي دي.
د جولای پر ۲۶مه لاریونوال واڼه بازار ته ورټول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا کوزجنوبي وزیرستان په واڼه کې متحده سیاسي تحریک د "امن پاڅون" په نوم لاریون کړی دی او په سیمه کې یې د امنیت غوښتنه کړې ده .

د جولای پر ۲۶مه، هغه احتجاجي لاریون د واڼه په رستم بازار کې وشو. په لاریون کې د بېلا بېلو ګوندونو غړو او مشرانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښانو او فعالانو ګډون کړی وو.

احتجاج کوونکو په لاسونو کې سپین بېرغونه نیولي ول چې د امن شعارونه پرې لیکل شوي ول. دوی په سیمه کې د بمي چاودنو، تښتونو، قلنګ اخیستنې، او هدفي وژنو د پای ته رسولو غوښتنه کوله.

د پي ټي اېم مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو پخوانی استازي علي وزیر پر اېکس لیکلي دي چې په داسې حال کې چې په سیمه کې ډېره ګرمي وه، زرګونه خلکو په لاریون کې ګډون کړی وو.

احتجاج کونکو ته په سیمه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو ویناوې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کور کمېټې غړي، مولانا زینت الله، د ګډونوالو په استازیتوب مشال راډیو ته وویل چې احتجاج کوونکو ریاست ته دا پیغام ورکړ چې نور په خپله خاوره بدامني نه مني. هغه وویل چې خلک ریاست ته مالیه ورکوي او هلته د امن کمیټې یا د ښه او بد طالبانو په نوم ډلې نه غواړي، او له ریاست څخه یې د دې ډلو د ختمولو غوښتنه کوي.

د جنوبي وزیرستان کوز ضلعې ډپټي کمشنر، محمد ناصر خان، مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او پوځ او پولیس د دې هدف لپاره ګامونه پورته کوي.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې رد کړې او زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

په جنوبي وزیرستان کې د جولای پر ۲۶مه لاریونوال له سیمې تېریږي
په جنوبي وزیرستان کې د جولای پر ۲۶مه لاریونوال له سیمې تېریږي

په جنوبي وزیرستان کې هغه احتجاج په داسې حال کې شوی دی چې ورسره په نېږدې ضلع بنو کې هم د تېرو څو ورځو راهیسې د ناامنۍ ضد پرلت دوام لري.

د بنو پرلتوال ۱۲ غوښتنې لري چې پکې د ښو او بدو طالبانو د مرکزونو د ختمولو ترڅنګ له حکومته په سیمه کې د امنیت غوښتنه کېږي.

د پاکستان پوځ وایي د ناامنۍ ختمولو لپاره پوځي عملیات کولو پلان لري.
د پوځ ویاند لېفټينېڼټ جنرل احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې "عزم استحکام عمليات" ډير زیات ضروري دي خو دا به يوازې پوځي کاروايي نه وي بلکې ګڼ اړخونه لري".

هغه زیاته کړه چې پوځ د هېڅ‌ وسله والې ډلې په وړاندې توپيري چلند نه کوي او هوډ لري چې امنيت راولي.

خو د جنوبي وزیرستان لاریونوالو او بنو پرلتوالو سربیره، ګڼو نورو سیاسي ګوندونو هم د ترهګرۍ پر ضد پوځي عملياتو په اړه شکونه څرګند کړي دي.

حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو ويلي چې پخوانيوو تجربو ته په کتلو سره، د عملیاتو مخالفت کوي او دا يې د ولس په زيان بللي دي. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG