د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلک له حکومته د کورمې د جګړې ودرول غواړي


خلک له حکومته د کورمې د جګړې ودرول غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

په کورمه کې د روانو نښتو له امله پر لویه لار مال وړونکي ګاډي ولاړ او د نورو سیمو مزدوران د سر خوندي کولو لپاره په وتلو دي. ځايي خلک پوښتنه کوي چې ولې تر اوسه پورې حکومت دا جګړه نه ده درولې؟ د جولای پر ۲۴مه په بوشارو کې د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوې جګړې د شيعه او سني وګړيو ترمنځ فرقه ییز شکل خپل کړ. د جولای تر ۲۹مې پورې په دې نښته کې ۴۲ کسان وژل شوي او له ۱۶۰ زیات ژوبل شوي دي. حکومت او يوي قومي جرګې د جنګ د ودرولو کوښښ کړی خو بریالي شوي نه دي. په دې اړه د نبي جان اورکزي ويډيو راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG