د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلکو د امنیت په حق او د عملیاتو خلاف مظاهره وکړه


د سوات خلکو تر دې وړاندې هم د عملیاتو خلاف مظاهرې کړې دي: انځور پخوانی دی
د سوات خلکو تر دې وړاندې هم د عملیاتو خلاف مظاهرې کړې دي: انځور پخوانی دی

د خیبر پښتونخوا په سوات کې خلکو يو ځل بیا د امن لپاره مظاهره کړې ده. د جولای پر ۲۹مه، په دې احتجاج کې ګډونوالو د پاکستان پر امنيتي ځواکونو نیوکې وکړې چې د وسله والو پر فعاليتونو یې سترګې پټې کړې دي.

خلکو پر پوځي چيک پوسټونو د ولس تنګول هم وغندل او غوښتنه یې وکړه چې امنيتي ځواکونه دې د ملکي وګړيو پر ځای خپل پام د وسله والو ختمولو ته واړوي.

د سوات خلکو پر داسې مهال د امن لپاره مظاهرې پیل کړې دي چې د جولای میاشتې پر ۲۴مه په لنډاکي سیمه کې د پولیسو پر چیک پوستې په برید کې د پولیسو دوه سرتېري او یو د پولیو ډلې غړی ژوبل شوي ول. د هغه برید زمه واري چا نه وه منلې.

د جولای د ۲۹مې نېټې د لاریون پر مهال خلکو لیکلي شعارونه یا بینرونه پورته کړي ول چې پرې د امن غوښتو او امنیت ټینګولو غوښتنې لیکل شوې وي. مظاهرې ته د وینا پر مهال د سوات مشرانو وویل چې هغوی په سیمه کې هېڅ ډول بدامني نه مني او په لنډاکي سیمه کې پر پولیسو ترسره شوی برید یې هم وغندلو.

د عوامي نېشنل ګوند د سوات مشر او پخواني صوبايي وزیر ایوب اشاړي مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل چې دوی پر پولیسو د بریدونو هم غندنه کوي او د د ده په وینا، د خپلو شهیدانو لپاره هم راوتلي دي.

ده وویل، "موږ دا خبره هم واضحه کول غواړو چې کله حالات راته سم شول نو د زرې زرې ظلم حساب به کوو. دلته سوات ته یو وارې بیا طالبان راغلي او پوځ هم راغلی دی. که د سوات خلک اتفاق وکړي نو څوک هم د دې ځای امنیت نه شي خرابولی."

د سوات د ولسي پاڅون یو مخکښ او وکیل عطاالله جان مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل، د سوات سیمه په تېرو وختونو کې د بدامنۍ ښکار شوې وه چې له وجې یې خلک سخت اغېزمن شوي ول.

ده ده په وینا، اوس خلک په هرڅه پوه دي، په حالاتو یې سر خلاص دی نو چیرې به هم خپله سیمه بدامنۍ لوري ته تلو ته پرېنږدي.

نوموړي وړاندې وویل: "دلته ځیني عناصر یو وارې بیا د ۲۰۰۸ غوندې حالات جوړول غواړي. موږ د سوات خلک د هغه مهال حالاتو ډېر زیات ځپلي وو نو هېچا له اختیار نه ورکوو چې زموږ سیمه دې ورانه کړي او خپل مقاصد دې پوره کړي."

د ولسي پاڅون یو بل غړي ادریس باچا بیا وویل چې ځايي خلک له حکومت نه غوښتنه کوي چې امنیت دې ټینګ کړي خو د پوځي عملیاتو اجازه چاته نه ورکوي او حکومت دې د امنیت راوستلو لپاره له پولیسو استفاده وکړي.

ده زیاته کړه، "که دلته په سوات کې چا د وینو تویولو هڅه وکړه نو لوی او واړه، نارینه او زنانه به په مینګوره کې درنه ورکوو او په دې کې چاته شرم نه دي کول پکار ځکه چې دا د ټولو د امنیت لپاره یو ګام دی چې باید واخیستل شي. موږ به تر هغې پرلت وهو چې دلته مستقل امن نه وي راغلی."

د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې وروسته له هغې خلکو پر مظاهرو او لاریونونو لاس پورې کړی دی چې د پاکستان حکومت په یاده صوبه کې د عزم استحکام په نامه د نویو عملیاتو د پیلولو اعلان کړی دی. حکومت وايي، دا پوځي عملیات به هدفي وي او یوازې په هغو سیمو کې به ترسره کېږي چې چیرته وسله وال سر پورته کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG