اسماعیل هنیه د وژنې ضد د پاکستان په ځینو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي
د اسماعیل هنیه د وژنې ضد د پاکستان په ځینو ښارونو کې احتجاجونه او د جنازې غایبانه مونځونه شوي دي. د پاکستان د مرکز اسلام اباد په ګډون په کراچۍ، پېښور او نورو ښارونو کې احتجاجونه وشول او ګډونوالو د فلسطین په حق او د اسراییلو ضد شعارونه ورکړل. هنییه د جولای پر ۳۱ په ایران کې وژل شوی دی. هغه د امریکا او اروپا له لوري ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس د سیاسي دفتر مشر وو. تفصیل په ویډیو کې