د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بجلۍ ګرانېدو ضد د جماعت اسلامي پرلت دوام لري


د بجلۍ ګرانېدو ضد د جماعت اسلامي پرلت دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:45 0:00

د بجلۍ د زیات شوو بلونو، ګرانۍ، او نویو ټېکسونو پر ضد د اسلام اباد سره په پوله د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د جماعت اسلامي احتجاجي ناسته د جولای له ۲۶مې راهیسې روانه ده. جماعت اسلامي د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاجي پرلت اعلان کړی و، خو انتظامیې اسلام اباد ته د ورتګ اجازه ور نه کړه او ځینې کارکنان یې ونیول، چې بیا وروسته د ضمانت په ترڅ کې خوشې شول. احتجاج کوونکي د بجلۍ د تولید د شخصي شرکتونو سره د تړونونو د ختمولو غوښتنه هم کوي. حکومت د جماعت اسلامي سره د خبرو اترو لپاره کمیټه جوړه کړې ده، خو لا مذاکرات کامیاب شوي نه دي. ویډیویي رپورټ

XS
SM
MD
LG