د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریاله کورماشېوا له بنده تر خوشې کېدو وروسته خپل احساسات بیانوي


خبریاله کورماشېوا له بنده تر خوشې کېدو وروسته خپل احساسات بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00

د ازادې اروپا راډیو خبریالې السو کورماشېوا، د اګست پر لومړۍ نېټه د زندانیانو په تبادله کې د روسیې له بنده ازاده شوه. نوموړې وايي چې تر خوشې کېدو وروسته ورته محسوسېږي چې اوس خوندي ده. د روسیې یو عدالت تېره میاشت کورماشېوا ته د هغه هېواد د پوځ پرضد د ناسمو خبرونو خپرولو په تور د شپږ نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه. کورماشېوا، د ازادې اروپا راډيو او د امریکا حکومت دا تورونه رد کړي ول او عدالتي پرېکړه یې سیاسي بللې وه. کورماشېوا د چيک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري. پولیسو هغه ۴۷ کلنه خبریاله د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې نیولې وه.

XS
SM
MD
LG