د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې ۳ نجونه او ښځې په اوبو کې ډوبې شوي دي


د کواټ په تانده ډیم کې تېر کال د دیني مدرسې زده کونکي ډوب شوي ول ـ د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ ۲۹مې انځور.
د کواټ په تانده ډیم کې تېر کال د دیني مدرسې زده کونکي ډوب شوي ول ـ د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ ۲۹مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې درې نجونه او ښځې په اوبو کې د ډوبېدو له امله وژل شوي دي.

په سیمه کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند جواد اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اګست پر اوومه د ګمبټ په ګړنګ بند یا ډیم کې شوې ده.

هغه وویل چې د ځايي خلکو په مرسته یې د ښځو مړي ایستلي او د سیمې دولتي روغتون ته یې لېږدولي دي.

اپرېدی زیاتوي چې د وژل شویو عمرونه د ۱۴ او ۳۲ کلونو ترمینځ دي.

د کواټ په ځینو سیمو کې د اوبو کمښت دی چې له وجې یې ښځې ډیمونو، چینو او حوضونو ته د جامو مینځلو او نورو کارونو لپاره ځي او کله نا کله له هغو ځایونو څخه کور ته اوبه هم لېږدوي.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې وخت په وخت خلک په اوبو کې ډوبیږي.

د جولای پر ۱۴مه په خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې چارواکو مشال راډيو ته ويلي ول چې په تېرو دوو میاشتو کې د سوات په سيند کې ۳۲ کسان ډوب شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د ۲۰۲۳ز په جنورۍ کې په کواټ کې د یوې دیني مدرسې۵۳ زده کوونکي په تانده ډیم یا بند کې د کښتۍ تر چپه کېدو وروسته په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي ول. هغوی د ډیم سیل ته تللي ول چې د پېښې ښکار شول.

په پاکستان کې په سيندونو يا رودونو کې د بې احتياطۍ، د زړو کښتيو چلولو يا په کښتيو کې له حده د زياتو کسانو د کښېنولو له امله د خلکو ډبېدو پېښې کېږي چې مرګژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG