د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب: په څه باندې یوه میاشت کې د بارانونو پر مهال په مختلفو پېښو کې ۵۷ تنه وژل شوي دي


په لاهور کې د اګست پر لومړۍ نېټه د شړکنده بارانونو له وجې د بسونو په اډه کې اوبه جمع شوې دي.
په لاهور کې د اګست پر لومړۍ نېټه د شړکنده بارانونو له وجې د بسونو په اډه کې اوبه جمع شوې دي.

په پنجاب کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د روان کال د جون له پایه د اګست تر اتمې پورې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۵۷ تنه وژل شوي او ۱۴۵ ژوبل شوي دي.

ادارې د اګست پر اتمه په بیان کې وویل چې هغه کسان په بېلابېلو ضلعو کې د ورښتونو له وجې د ودانیو ړنګېدو، تندر پرېوتو او په اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې وژل شوي دي.

د پي ډي اېم اې ویاند مظهر حسین مشال راډیو ته وویل چې تر ټولو زیاته مرګژوبله په صوبايي مرکز لاهور کې اوښتې ده. نوموړی وايي چې هلته په څه باندې یوه میاشت کې ۱۰ تنه وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

دی زیاتوي چې د بارانونو پر مهال په پېښو کې ۲۱۴ کورونه ړنګ یا زیانمن شوي دي او ۳۹ څاروي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د اګست پر درېیمه وویل چې په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۲۰ زیات کسان ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر پشکال وړاندې بارانونو تر۱۴۰ زیات کسان ووژل او پراخ مالي تاوانونه یې واړول.

د پنجاب د پي ډي اېم اې مشر عرفان کاتیا ویلي دي چې د اعلاوزیرې مریم نواز له لارښوونو سره سم له اغېزمنو کورنیو سره مالي مرستې کېږي.

نوموړي له خلکو غوښتي دي چې د روانو بارانونو پر مهال دې خلک په کمزورو ودانیو کې نه اوسي او په بیړنيو حالاتو کې دې د مرستې لپاره د هغې ادارې ۱۱۲۹ ټېلېفون شمېرې ته زنګ ووهي.

اخوا د اېن ډي اېم اې ویاند عاقب خان د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د بارانونو او سېلابونو له وجې اغېزمنو کورنیو ته خواړه او نور ضروري شیان استوي او بې کوره شویو ته سرپناه برابروي.

په عین وخت کې پي ډي اېم اې د پنجاب په اکثرو ضلعو کې د پشکال د نورو بارانونو وړاندوینه کړې ده.

هغې ادارې ویلي دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په مري، راولپېنډۍ، اټک، منډي بهاوالدین، سیالکوټ، ګجرات، ګوجراوالا، لاهور، اوکاړه، قصور، ساهیوال، خوشاب، فیصل اباد، سرګودا، نورپور تل او په نورو ضلعو کې له سیلۍ سره د باران امکان دی.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پشکال بارانونو په پاکستان کې، په ځانګړې توګه، په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

XS
SM
MD
LG