د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو او سېلابونو په بر او کوز جنوبي وزیرستان کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي


په شمالي وزیرستان کې خلک د سېلاب پر مهال د ټوچي خوړ پر څنډه ولاړ دي - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې خلک د سېلاب پر مهال د ټوچي خوړ پر څنډه ولاړ دي - پخوانی انځور.

د بر او کوز جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، وروستیو طوفاني بارانونو او سېلابونو یې ځمکو او کورونو ته تاوانونه رسولي دي او حکومت ورسره تر دې دمه هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د کوز جنوبي وزیرستان شکۍ اوسېدونکي حمزه وزیر د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې یې ډېر بارانونه وشول چې له وجې یې سېلاب راغی او فصلونه یې لاهو کړل. "موږ له حکومته غوښتنه کړې وه چې حفاظتي دېوالونه دې راته جوړ کړي چې ځمکې مو محفوظې شي خو حکومت راسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې."

وزیر وايي، د وروستیو بارانونو له وجې د ډېرو کورونو چتونه نسکور شول او سېلابونو یې دوه ګاډي هم لاهو کړل.

دی زیاتوي چې حکومتي چارواکي اکثر اغېزمنو سیمو ته ورشي، هلته عکسونه واخلي او بیا په خپله مخه لاړ شي او له ځپل شویو سره مرسته نه کوي.

د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي هم وايي چې بارانونو او سېلابونو ورته لوی مالي تاوان اړولی دی.

د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکي ملک عصمت الله مشال راډیو ته وویل چې خلک د ړنګو شویو کورونو د بیارغونې وس نه لري. "د خدای شکر دی چې ځاني زیان مو نه دی شوی خو دوه پوړیزه او درې پوړیزه ودانۍ مو هم د طوفاني باران له وجې نسکورې شوې دي. خلک بې وزله دي او د خپلو کورونو د بیارغونې وس نه لری."

نوموړی وايي سیمې ته یې تر اوسه کوم حکومتي ټیم نه دی ورغلی چې د خلکو د تاوان په اړه معلومات وکړي. هغه له حکومته وغوښتل چې فوراً دې ورسره مرسته وکړي.

اخوا د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر محمد ناصر خان د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، حکومت له باران او سېلاب ځپلو سره مرستې کوي. "موږ د دې لپاره ټیمونه تشکیل کړي دي. هغه ټیمونه به باران او سېلاب ځپلو سیمو ته ځي او د خلکو د تاوان اندازه به لګوي، بیا به صوبايي حکومت ته راپور لېږدوو او انشاالله له خلکو سره به مرسته کېږي."

محمد ناصر خان زیاتوي چې که د باران او سېلاب پر مهال د چا کور نړېدلی، فصلونه یې زیانمن شوي او د ویالو حفاظتي دېوال یې ړنګ شوی وي نو حکومت به ټولو ته تاوان ورکوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی زبیر وزیر وايي، بارانونو او سېلابونو د بر او کوز جنوبي وزیرستان خلکو ته لوی زیانونه اړولي دي.

نوموړي د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د سېلابونو له وجې یوشمېر لارې هم بندې دي چې ده یې د پرانیستو لپاره دوه کاري ډلې استولې دي.

وزیر زیاته کړه چې له اغېزمنو خلکو سره په رابطه کې دی، کاري ډلې یې ورلېږدولې دي چې معلومات غونډ کړي او دی ورسره د مرستو لپاره له حکومته پیسې واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د اګست په پیل کې وویل چې په تېره یوه میاشت کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په پاکستان کې د پشکال بارانونو د نورو صوبو ترڅنګ خیبر پښتونخوا هم سخته ځپلې ده. له تېرو څو کلونو راهیسې د پشکال بارانونو په ځانګړې توګه، په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او زېربنا ته د زیان لامل هم کېږي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG