د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د میرلي خلکو ته د کورونو نه خالي کولو ډاډ ورکړی دی


په میرلي کې د اګست پر نهمه د حسوخېل، مسکي او اتمانزویو مشرانو جرګه وکړه.
په میرلي کې د اګست پر نهمه د حسوخېل، مسکي او اتمانزویو مشرانو جرګه وکړه.

د شمالي وزیرستان میرلي حسو خېل او موسکي سیمو اوسیدونکو او اتمانزیو جرګې مشرانو له ضلعي انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې خپل کورونه دې نه خالي کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر اتمه په موسکي او حسوخېلو کې وسلوالو خیسور ته تللی سړک وکینده. تر پېښې وروسته، د ځايي مشرانو په وینا پوځ د سیمې خلکو ته وویل چې د سړک دواړو غاړو ته تر۵۰۰ میتره پورې کورونه خالي کړي.

د میرلي ضلعي انتظامیې تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د دغو قبیلو له مشرانو سره یې لیدلي، او ورته یې ډاډ ورکړی چې کورونه دې نه خالي کوي، خو وسلوالو چې کوم سړک کیندلی، هغه دې سم کړي، څو پوځي قافلو او عامو خلکو تګ راتګ پرې بحال شي.

هغه وویل چې خلکو په هغه سړک کې جوړې شوې کندې ډکې کړې، مذاکرات وشول او ستونزه هواره شوه."حکومت وایي که د (سړک) جوړولو ته زه درشم نو شاید چې مزاحمت وشي نو بې ګناه خلک به په تکلیف شي."

د شمالي وزیرستان اتمانزۍ جرګې ویاند بیت الله دغلته راټول شوو خلکو ته په وینا کې وویل چې پوځ دې عام خلک نه ځوروي، او وسلوالو ته یې هم غږ وکړ چې د دوی له وجې عام خلک ونه ځورول شي.

هغه وویل چې په سیمه کې د امنیت لپاره یې جرګې وکړې او حکومت ورسره ژمنې هم وکړې، خو پوره یې نه کړې.

هغه په خلکو غږ وکړ چې د ۱۴ اګست د پاکستان د خپلواکۍ ورځ به دوی په تورو بیرغونو سره د تورې ورځې په توګه لمانځي او له شیوه نه پنجاب صوبې ته غزیدلې د ګیس پايپ لاین به بند کړي.

په شمالي وزیرستان او خیبر پښتونخوا کې مخکې هم وسلوالو څو ځله سړکونه وران کړي دي، ترڅو د پوځ او امنیتي ځواکونو مخه ونیسي او خپلې چارې اسانه کړي.

په ۲۰۱۲ز اود دې وروسته کلونو کې وسلوالو د قبایلي سیمو په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړې توګه سړکونه او پلونه وران کړل چې خلک او امنیتي ځواکونه په اسانۍ سره سفر ونه کړي. دا کار د دې لپاره وکړل شو چې حکومت کمزوری کړي او خپله واکمني وښيي.

میرلي د شمالي وزیرستان یو له مهمو ځایونو څخه دی. دا د بنو ښار ته هم نزدې پروت دی او که د سیمې خلک بنو، پېښور او نورو ځایونو ته سفر کوی نو زیاتره یې د میرلي له لارو تېریږي.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې او په تېره بیا په میرلي کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي. ځای خلکو د دې پېښو ضد جرګې، احتجاجونه او ولسي غونډې کړي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د دې لپاره هدفي عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG