د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې ۲ ولسي مشران وژل شوي دي


په باجوړ کې په تېرو کلونو کې په حملو کس لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې - پخوانی انځور
په باجوړ کې په تېرو کلونو کې په حملو کس لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې - پخوانی انځور

په باجوړ کې د اګست پر ۱۳مه په بمي چاودنه کې دوه ولسي مشران وژل شوي دي.

د باجوړ پولیسو ضلعي وياند محمد اسرار تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وويل چې ملک یار خان او ملک روزي خان په ترغاو سيمه کې پياده روان ول چې ځمکلاندی بم ورباندې وچاودېد.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې، خو اسرار زياتوي چې د پوليسو ډلې د پېښې ځای ته ورغلي او پلټنې يې پیل کړې دي.

هلته په تېرو وختونو کې د یوشمېر بريدونو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې ده.

په باجوړ کې تر دې وړاندې هم بمي چاودنې شوي چې سياسي او قبايلي مشران، پوليس او امنيتي سرتېري او د پوليو ضد کيمپېن کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

په هغه سیمه کې خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې او جرګې کړې دي، خو حکومتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پر وړاندې یې هدفي کاروایانو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG