د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې پرلتوالو له تورو بېرغونو سره احتجاجي لاریون کړی


چمن کې پرلتوالو له تورو بېرغونو سره احتجاجي لاریون کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې ځايي خلکو، پنډیانو او سوداګرو د کندهار له سپین بولدک سره د سفري اسانتیاوو لپاره لاریون کړی دی. د اګست ۱۴مې د لاریون ګډونوالو په لاسونو کې تور بیرغونه نیولي ول، د چمن د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) تر دفتره ورغلل او هلته یې خپلې غوښتنې تکرار کړې. د لاریون مشران وايي چې حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی. په چمن کې نهه میاشتینۍ احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې. په چمن کې ځايي ولس او سوداګرو د سفري اسنادو شرط ختمولو لپاره د اګست پر ۱۳مه يو ځل بيا احتجاجي پرلت وواهه. د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومتونو لا په چمن کې د نوې احتجاجي ناستې په غبرګون کې څه نه دي ويلي. ويډيو رپورټ.

XS
SM
MD
LG