د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو په ۳ کلنه واکمنۍ کې هنرمندان يوه تر ټولو ځپل شوې طبقه ده


د طالبانو په ۳ کلنه واکمنۍ کې هنرمندان يوه تر ټولو ځپل شوې طبقه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00

په افغانستان کې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې هنرمندان په تر ټولو ډېرو ځپلو شويو کې شمېرل کېږي. طالبانو پر موسیقۍ د بندیز په لګولو زرګونه هنرمندان بې روزګاره کړي او د موسیقۍ ګڼ الات یې سوځولي دي. لږ تر لږه سلګونه افغان هنرمندان د سر ساتلو لپاره نورو هېوادونو ته کډه شوي دي. ځينې یې چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، بې روزګاره دي او په وېره او بې وزلۍ کې ژوند کوي. په دوی کې یو هم د افغانستان د ملي‌ ارکېسټرا غړی وحيد نېکزاد لوګری دی چې وايي، موسیقي ټوپک نه دی چې خلک وژني بلکې د خوشالۍ وسیله ده نو ځکه باید بندیز ورباندې و نه لګول شي. ويډيو رپورټ.

XS
SM
MD
LG