د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په کورمه کې د ۷ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


د خيبر پښتونخوا په کورمه کې پاکستاني پوځيان ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې پاکستاني پوځيان ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په عملیاتو کې د اووه مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۵مه په بيان کې ويلي دي چې په عملیاتو کې پينځه وسلوال ژوبل شوي هم دي.

پوځ دا نه دي ویلي چې عمليات يې د کورمې په کومه برخه کې کړي خو وايي چې پر مهال يې د وسلوالو پټنځای له مينځه يووړ او له هغه ځايه يې وسلې او نور مهمات تر لاسه کړل.

پوځ تور پورې کړی چې وژل شوي مشکوک وسلوال پر امنیتي ځواکونو او ملکيانو په بریدونو او وژنو کې ککړ ول.

د پاکستان پوځ په بیان کې هغه مشکوک وسلوال د "فتنه خوارج" ډلې د غړو په نوم یاد کړي دي خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

خپلواکه سرچينو لا د پوځ د دعوې تصديق نه دی کړی.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي. پوځ تر دې مخکې د جولای پر ۲۷مه هم په بیان کې په ټانک کې د څلورو مشکوکو وسلوال د وژنې دعوه کړې وه.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG