د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې شیعه او سنيان د سېپټمبر تر دویمې پر اوربند سلا شوي دي


د کرمې د سرکاري روغتون مخې ته خلک ولاړ دي: انځور له ارشیفه
د کرمې د سرکاري روغتون مخې ته خلک ولاړ دي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د خومڅو سنیانو او د بوغکي او بدامي د شیعه ګانو ترمینځ پیل شوې جګړه تر دوو ورځو پس درېدلې ده.

د اګست پر ۱۸مه د خومڅو سنیانو او د بوغکي او بدامي له شیعه ګانو ترمینځ نښته شوې وه چې پکې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي ول. خو د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تر دوه ساعته جګړې وروسته ډزبندي شوې وه.

خو هغه اوربند په ځای نه و پاتې شوی او دواړه لوري (شیعه ګان او سنیان) یو وارې بیا له یو بل سره په جنګ ول. په هغو ډزو کې یو کس ووژل شو چې ورسره د وژلو شویو کسانو شمېر دوو ته ورسېد او دوه نور ژوبل شول. ژوبل او وژل شوي ټول کسان سنیان ښودل کېږي.

د اګست ۱۸مې نښتو نه پس شیعه او سني دواړه ډلې پر یو بل الزام لګوي چې اوربند یې مات کړی او یا هم له اوربند وروسته یې هم سنګرونه خالي کړي نه دي.

په کورمه کې د سرکاري جرګې مشر ملک حاجي سلیم خان د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، په جګړه کې ښکېل خومڅي سنیان تور پورې کوي چې د بوغکي او بدامي شیعه ګانو اوربند مات کړی نو ۱۲کروړه روپۍ تاوان دې جرګې ته وسپاري.

په صده کې د سنیانو یو مشر ملک عبدالولي هم پر شیعه ګانو الزام ولګولو چې د ممکنه جنګ لپاره چمتووالی نیسي او د سنګرونو په جوړولو یې پیل کړی دی.

خو بل پلو، د شیعه ګانو د مقامي تنظیم انجمن حسینیه یو مشر حاجي منور حسین د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې هغوی اوربند نه دی مات کړی او لا هم د ډزبندۍ پر معاهده ولاړ دي. نوموړي زیاته کړه چې د هغوی لوری نه غواړي د هغوی په وجه د سیمې حالات خراب شي.

په کورمه کې د اوربند لپاره کارکوونکې سرکاري جرګه وايي دم ګړۍ ته شیعه او سني دواړه ډلې د سېپټمبر تر دویمې نېټې په اوربند رضا شوي دي او په هغه نېټه به جرګه پرېکړه وکړي چې کوم لوري اوربند مات کړی دی او څه باید ورسره وشي؟

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. پر دې سربیره، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په کورمه کې یو شمېر ځایونه داسې دي چې د جګړې لپاره پکې سمیټي مورچې او خوندي ځایونه جوړ شوی دی. تېر کال د اګست په میاشت کې د سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ د خونړیو نښتو او بیا تر اوربند وروسته د امن ساتنې لپاره د هغو ځایونو د ویجاړولو پرېکړه شوې وه، خو لا هم عملي شوې نه ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG