د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند په حیدراباد کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده


په کراچۍ کې روغتیا پاله ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.
په کراچۍ کې روغتیا پاله ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.

په سیند کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام د اګست پر ۲۲مه، په بیان کې ویلي دي چې هغه شاوخوا دوه نیم کلنه ماشومه د حیدراباد ښار اوسېدونکې ده. په سیند کې د ګوزڼ تازه پېښه پر داسې مهال ثبت شوې ده چې د اګست له ۱۵مې راهیسې په کراچۍ کې د پولیو ۱۰ ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی.

حکومت وايي چې د کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې یو مېلیون ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي.

د اګست پر ۲۰مه د بلوچستان په خاران سیمه کې یوه ماشومه تر ګوزڼ وهلو وروسته مړه شوه.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام چارواکي وايي چې د هغې وایرسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره په سېپټېمبر، اکتوبر او نومبر کې له افغانستان سره یو ځای واکسیني کیمپېنونه ترسره کوي.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

د روغتیا ملي اداره وايي چې تېره میاشت یې د بلوچستان په ۱۶ ضلعو، د سیند د کراچۍ په شرقي ضلعې او ملیر او د پنجاب په راولپېنډۍ، لاهور او ګوجراوالا کې په ناپاکو اوبو کې د پولیو وایرس موندلی وو.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري. دوی زیاتوي چې د دې لپاره اړینه ده چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسین شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG