د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو په جانیخېلو کې یو بل هدفي برید شوی دی


د بنو په جانيخېلو کې د ناامنۍ پرضد ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور
د بنو په جانيخېلو کې د ناامنۍ پرضد ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو کې وسله والو یو تن په هدفي برید کې وژلی دی.

پولیسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د راحت علي شاه په نامه دا کس د اګست پر ۲۳مه په منډي جانیخېلو کې وژل شوی دی.

د دوی په وینا، د شمله ور کاروان په نامه یوې ډلې یې زمه واري منلې او هلته په پرېښي لیک کې یې لیکلي چې (له پوځ سره د کارکوونکیو به پای داسې وي.)

ځايي خلک وايي چې وژل شوی تن عام کس وو او له جانیخېلو سره پر پوله د پرتې بېټنۍ سیمې اوسېدونکی وو.

د پاکستان په نارامه قبایلي سیمو او قبایلي سیمو ته ورنږدې پرتو سیمو کې تر دې وړاندې هم داسې مرموز قتلونه شوي او بیا ورسره لیکلې پاڼې اېښودل شوي چې ګواکې دغه تن پوځ ته جاسوسي کوله.

د اګست په ۲۱مه په هم دې سیمه (د بنو په جانیخېلو) کې ناپېژندليو وسلوالو یو ځايي مشر ډاکټر نور محمد په یوه حمله کې وژلی وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځاي مخکښ ګران وزیر هغه مهال مشال راډيو ته ویلي وو چې نوموړی ماښام مهال له کلینک څخه خپل کور ته پر لاره وو چې مخ پټو وسلوالو وواژه.

پر ډاکټر نور محمد د بريد مسوليت لا چا نه دی منلی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پر وخت د مظاهرو، لاریونونو او پرلتونو پر مهال له حکومت نه غوښتنه کړېده چې د هدفي بریدونو مخه دې ونیسي. دوی وايي، په هره دویمه، درېیمه ورځ د سیمې کوم مخور کس، قامي مشر، مدني فعال یا ځوان د هدفي برید ښکار کېږي.

په جانيخېلو کې تر دې وړاندې هم په هدفي بريدونو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دې پېښو په اړه ځايي ولس څو ځله پرلتونه هم وهلي دي. د هغو پرلتونو د ختمولو لپاره حکومت له پرلتوالو سره په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لیکلې ژمنې وکړې، خو ځايي مشران وايي چې ناامني نوره زياته شوې ده.

پر جانيخېلو سربېره په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت او نورو سیمو کې ولسونو د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد په وار وار مظاهرې، جرګې او پرلتونه کړي او له حکومت او پوځ څخه یې د ترهګرۍ د ختمولو او د امنیت د ټینګښت غوښتنې کړې دي.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف بې له توپيره عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG