د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښين کې بمي چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي، ۱۷ ژوبل دي


په پښین بازار کې چاودنې ویجاړی رامنځ ته کړی دی: انځور اګست ۲۴، ۲۰۲۴م
په پښین بازار کې چاودنې ویجاړی رامنځ ته کړی دی: انځور اګست ۲۴، ۲۰۲۴م

د بلوچستان په پښین بازار کې د اګست پر ۲۴مه په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.

د پښین د پولیسو د تاڼې مشر محب کاکړ له چاودنې لږه شېبه وروسته مشال راډیو ته وویل چې بم پولیس لاینز ته نږدې د ټرافیک پولیسو په تمځای کې په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی وو چې له لرې واټن نه د ریموټ په واسطه الوزول شوی دی. که څه هم نوموړي هغه مهال ویلي وو چې په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۲ کسان ژوبل دي چې دوه پکې پولیس سرتېري دي خو وروسته د پښين د سیول روغتون مشر ډاکټر وکیل شیراني مشال راډيو ته وویل، په چاودنه کې درې کسان وژل شوي دي چې یوه یې مېرمن او دوه ماشومان دي، په دې سربېره ۱۷ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

ډاکټر وکیل شیرانی وايي په چاودنه کې ژوبل شوي کسان د پښین او کوټې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د نوموړي په وینا د ژوبلو له منځه ۸ سخت ژوبل د کوټې په سيول روغتون کې ټراما سنټر ته رسول شوي دي چې هلته يې درملنه روانه ده.

د کوټې د سیول روغتون د ویاند وسیم بیګ په وینا د هغوی روغتون ته په لېږدول شویو اتو ژوبلو تنانو کې د دوو وضعیت زیات نازک دی.

عیني شاهدان وايي د چاودنې پر مهال د پښین بازار د پولیس لاینز په څلورلاري د خلکو زیاته ګوڼه موجوده وه.

د پولیسو مشر محب کاکړ وايي، د هغوی پلټنې روانې دي خو تر دې مهاله نه بریدکوونکي نیول شوي او نه هم چا د برید ذمه واري قبوله کړې ده.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د دې برید غندنه وکړه او هوډ یې ښکاره کړ چې په پېښه کې ککړ کسان به زر ونیول شي. د نوموړي په وینا د صوبې لومړي وزیر میر سرفراز بګټي ډاکټرانو ته امر کړی دی چې د زخمیانو په درملنه کې دې هېڅ ډول درېغ ونه کړي.

پښین بازار د بلوچستان له مرکز کوټې نه شمال لوري ته په ۴۵ کیلومیټره فاصله کې پروت دی. په یاده ضلع کې تر دې وړاندې هم د بدامنۍ په ګڼو پېښو کې د خلکو سر او مال ته زیان رسېدلی دی. د پښین خلکو وخت په وخت د بدامنۍ خلاف مظاهرې هم کړې دي.

د روان کال د جولای په ۱۹مه په بند خوشحال خان سړک ترسره شوې چاودنه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په موټر چاودنه کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او درې کسان ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG