د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر او پښین کې په حملو کې ۲ پولیس او ۲ د ملېشې سرتېري وژل شوي دي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اېف سي او پولیسو سرتېري د یو برید وروسته د سیمې معاینه کوي ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اېف سي او پولیسو سرتېري د یو برید وروسته د سیمې معاینه کوي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وایي د خیبر پښتونخوا په خیبر او د بلوچستان په پښین کې په دوه بېلا بېلو بریدونو کې دوه پولیس او دوه د ملېشې سرتېري وژل شوي دي.

د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، چې د جولای ۳۰مې په شپه، په لنډي کوتل کې د پولیسو په ګزمه په هغه برید کې یو پولیس افسر او یو عادي وګړی ووژل شول. اپریدي وویل په پېښه کې یو عادي وګړی او دوه پولیس سرتېري ژوبل شوي ول چې پکې یو سرتېري د جولای پر ۳۱مه ساه ورکړه.

هغه وویل، وسلوال تر پېښې وروسته تښتیدلي، خو پولیسو سیمه په ولقه کې اخیستې او د لټون عملیات روان دي. هلته د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کی د ناڅرګند وسلوالو په ډزو د ملېشې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د پښین مرستیال کمېشنر جمعه داد مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جولای پر ۳۰ مه د پښین په ملېزي کې پر امنیتي پوسته برید وکړ او د ملېشې ځواک دوه سرتېري یې ووژل.

د دواړو بریدونو د ذمه واري چا نه ده منلې.

په پښین کې د مارچ پر ۲۸مه هم په وسلوال برید کې د ملېشې ځواک رسالدار حمیدالله ترین وژل شوی وو. په برید کې دوه سرتېري ټپیان شوي ول. همداراز د جولای پر ۲۹ مه په پښین بازار کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په یو ګاډي په بمي برید کې یو پولیس سرتېری ټپي شوي وو.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان د تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

په پاکستان کې د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز په نوم ادارې په وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د روان کال د اپرېل، مې او جون په میاشتو کې د وسلوالو په بریدونو او پوځي عملیاتو په مهال ۳۸۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

د دې رپورټ ترمخه تر ټولو زیاته مرګژوبله په خیبر پښتونخوا کې اوښتې ده. ورپسې د تشدد زیاتې پېښې په بلوچستان کې رامنځته شوي دي.

په دې رپورټ کې دا هم ویل شوي چې په هغې موده کې په وژل شویو کسانو کې ۶۲ سلنه عام وګړي، حکومتي کارکوونکي او د امنیتي ادارو غړي او پاتې ۳۸ سلنه یې وسلوال دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

حکومت او پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک او ګوندونه وایي چې تر دې وړاندې هم پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم ورسره نه دی ټینګ شوی.

XS
SM
MD
LG