د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي وسله والو په بېلا بېلاو ضلعو کې ۳۷ تنه وژلي‌ دي‌


په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په وار وار له مسافر وړنکو بسونو خلک کښته کړل شوي او وژل شوي دي. (انځور: ارشیف)
په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په وار وار له مسافر وړنکو بسونو خلک کښته کړل شوي او وژل شوي دي. (انځور: ارشیف)

په بلوچستان کې چاروکي وايي له بیګا راهیسې د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د وسله والو په بریدونو کې ۳۷ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان حکومت وياند، شاهد رند د اګست پر ۲۶ مه مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو په يو وار په بېلابېلو ضلعو کې بریدونه کړي او سخت نقصان یې اړولی دی.

ده وویل، "تر اوسه د راغلو اطلاعاتو مطابق، په موسی خېل کې ۲۳، په قلات کې ۸ او په بولان کې ۶ کسان وژل شوي دي. د موسی خېل د پېښې ډېری قربانیان د پنجاب صوبې دي. دا د ترهګرو کاروايي ده. دا حملې او وژنې ترهګرو کړې دي."

خو شاهد رند دا واضحه نه کړه چې په وژل شويو کې په کره توګه څومره ولسي وګړي او څومره امنيتي ځواکونه دي خو زیاته یې کړه چې زیان دواړو ته اوښتی دی.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې "بلوچستان لیبرېشن ارمي يا بي اېل اې" په یو بیان کې د دې بريدونو ذمه واري منلې ده.

هغوی ادعا کړې چې د دوی له خوا وژل شوي ټول کسان د پاکستان پوځ، سرحدي ځواک او استخباراتي ادارو کارکوونکي ول.

بل خوا د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي‌ ار - د اګست پر ۲۶مه په یو بیان کې وویل چې د وسله والو پرضد عملیاتو کې لس عسکر او د قانون پلي‌ کوونکو ادارو څلور تنه وژل شوي دي.

پوځ په دې بیان کې ادعا کړې چې پر دې مهال یې په مجموعي توګه ۲۱ وسله وال هم وژلي دي. خو د پوځ د دې ادعا په خپلواکه توګه پخلی نه دی شوی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف تر پېښې وروسته په يو بیان کې دا حمله غندلې او ويلي یې دي چې بریدګر به پيدا کوي او سزا به ورکوي.

تر دې وړاندې د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې موساخیل مرستیال کمشنر نجیب الله د اګست پر ۲۶مه رسنیو ته ویلي وو چې د اګست ۲۵مې او ۲۶مې په شپه دا پېښه د بلوچستان او پنجاب ترمنځ پر غځېدلې لویه لار د موساخیلو په راړېشم سیمه کې شوې ده.

نجیب الله وايي، "ناڅرګندو وسله والو په راړېشم کې لوی سړک تړلی وو او یې کسان له موټرانو کښته کړي دي."

نوموړي زیاته کړې چې له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري چې وسله والو دا کسان د وسلو په زور له موټرو کښته کړي، د هغوی شناختي کارډونه یې کتلي او بیا یې په ډزو ویشتلي دي.

مرستیال کمشنر وویل چې وسله والو د پېښې تر کولو وروسته شپې مهال له هغه ځایه تښتېدلي دي.

بل پلو د بارکان ضلعې د لیویزو رسالدار اکبر خان رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کې ماشوم او ښځې نشته ټول نارینه دي او داسې ښکاري چې ټول د پنجاب دي. د ده په وینا، زیاتره یې سرکاري ملازمین دي.

خو په سیمه کې یو ځايي خبریال رحمت موساخېل مشال راډیو ته ووویل چې په وژل شویو کې دوه تنه د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو بوري او دوکۍ دي.

د پېښې یو عیني شاهد وايي چې وسله والو ټول مسافر راکښته کړل او بیا یې د شناختي کارډ تر کتلو وروسته پنځه تنه د دوی په مخ کې ووژل.

بي اېل اې په یو بیان کې ادعا کړې چې "د بلوچستان ټولې لویې لارې د دوی په واک کې دي."

دې ډلې زیاته کړې چې د ځانمرګو بریدګرو په حملو کې یې، په تربت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مرکز په لويه برخه قبضه کړې او تر سلو زیات سرتيري یې وژلي. همداراز په بولان کې یې هم امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولې دعوې کړې دي.

خو ازادو سرچينو دا دعوې نه دي تاييد کړي. د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ولي

تر دې وړاندې هم داسې یو شمېر پېښې شوې دي چې یادې ډلې پکې د شناختي کارډ کتلو پر اساس هغه کسان وژلي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.

یاده ډله دریځ لري چې دوی عام خلک نه بلکې د دوی په وینا "هغه کسان وژني چې یا له پوځ او امنیتي ادارو سره تړلي وي او یا هم هغوی ته جاسوسي کوي."

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي دا ترهګرۍ پېښه بللې ده او له ځايي چارواکو څخه یې په دې اړه رپورټ غوښتی دی. نوموړي ویلي‌ چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د لوړې کچې غونډه کوي.

اعلا وزیر سرفراز بګټي پر ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې دوی د دې برید کوونکو په لټه کې دي او له هغوی سره به قانوني چلند کېږي. بګټي زیاته کړې چې دوی په دې پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره غمرازي کوي.

د وسله والو له خوا په راړېشم کې د شوي برید پرمهال نه یوازې ۲۳ تنه وژل شوي بلکې هغوی هلته په سکرو یا کویله، میوو او سبزیو بار یو شمېر ټرکونه هم سوځولي دي.

پر کومه لار چې دا برید شوی دی، دا د بلوچستان او پنجاب ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ تر څنګ د سبزیو او میېوو وړلو لپاره هم تر ټولو مهمه لار ګڼل کېږي.

له پاکستانه بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي په عین وخت کې د اګست پر ۲۵مه شپې مهال د بلوچستان په یو شمېر بلوڅ مېشتو سمو کې هم د بېلا بېلو بریدونو پر مهال د ګڼ شمېر امنیتي عسکرو وژلو ادعاوې کړې دي خو د هغوی په خپلواکه توګه لا پخلی نه دی شوی او نه هم د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکو‌ په دې اړه څه ویلي دي.

په بلوچستان کې که څه هم د بلوڅو اوسنۍ ریاست ضد جګړه له کلونو راهیسې روانه ده خو په دې وروستیو کې یې د بریدونو لړۍ ډېره تونده کړې ده.

د اعلا وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ صوبايي حکومت په وار وار له وسله والو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی دی خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

بلوچستان لیبرېشن ارمي چې امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده، له پاکستانه د بېلېدو لپاره له کلونو راهیسې وسله واله جګړه کوي. د پاکستان حکومت هم دا ډله د ترهګرو ډلو په لسټ کې اچولې خو هغوی وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG