د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ نښته کې ۲ کسان وژل شوی، ۹ ژوبل دي


په کراچۍ کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښو وروسته پولیس او رینجرز ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
په کراچۍ کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښو وروسته پولیس او رینجرز ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

په کراچۍ ښار کې د شیعه او سني مذهبي فرقو ترمینځ په نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د کراچۍ پوليسو په وينا، پېښه هغه مهال وشوه، چې د اهل سنت والجماعت قافله د ښار له ګولیمار سیمې څخه تېرېدله.

په سیمه کې د شیعه ګانو د کېمپ مخې ته نښته وشوه او هغه مرګژوبله یې واړوله.

دواړو فرقو پر یو بل د حملې ذمه واري اچولې ده. سيند حکومت هم د پېښې نوټس اخیستی او له پولیسو یې د پېښې بشپړ معلومات غوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۶مه، په کراچۍ او ټول هېواد کې شیعه ګان د کربلا پېښې د څلویښتۍ مراسم کوي. حکومت د کراچۍ په ګډون په ټول ملک کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او په ګڼو برخو کې یې موبایل فون او انټرنېټ هم بند کړی دی.

په ګولیمار کې د نښتې پر مهال قهرجن خلکو یو بس، څلور موټرې او موټرسایکلونه هم سوځولي دي.

د کراچۍ پولیسو ویاند، محمد ریحان، مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو مشر د پېښې نوټس اخیستی او د حالاتو قابو کولو لپاره یې سیمې ته پولیس او رینجرز سرتېري استولي دي.

بلخوا په کراچۍ کې د اهل سنت والجماعت یو مشر تاج محمد حنفي رسنیو ته ویلي چې د اګست پر ۲۵مه، اهل سنت والجماعت د ښار په طارق روډ سیمه کې د ختم نبوت او د صحابه کرامو عظمت لپاره جلسه جوړه کړې وه او د جلسې لپاره یې پلویان په ګاډو کې له ګولیمار سیمې څخه تېرېدل چې شیعه ګانو ورباندې برید وکړ.

نوموړي وویل چې په پېښه کې وژل شوي او ژوبل شوي د دوی کسان دي چې ژوبل یې دا مهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د پېښې وروسته، اهل سنت والجماعت د طارق روډ په سیمه کې احتجاجي پرلت پیل کړی او د حکومت څخه یې په پېښه کې د ککړو کسانو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته، شیعه عالمانو پر اهل سنت والجماعت تور پورې کړی چې د دوی پر کېمپ یې برید کړی دی.

د سيند اعلی وزیر مراد علي شاه، ګورنر کامران ټېسوري او د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو په خپلو بیانونو کې له شیعه او سني عالمانو څخه غوښتي چې دې پېښې ته د فساداتو رنګ ورنه کړي او خلک دې پرامنه پاتې شي.

په همدې حال کې، د سيند د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار ویلي دي چې د اګست پر۲۶مه به په کراچۍ، حیدراباد، سکهر او ګڼو نورو سیمو کې د امنیت د ساتلو لپاره موبایل فون او انټرنیټ له سهاره تر ماښامه بند وي، خو د کراچۍ او سيند په ځینو سیمو کې موبایل فون او انټرنېټ د اګست پر ۲۵مه له شپې راهسې بند شوی دی.

په کراچۍ کې د سني او شیعه ترمینځ تاوتریخوالی یوه اوږده او پېچلې تاریخچه لري چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې پیل شوه او هغه د وخت پوځي واکمن جنرل ضیاالحق د حکومت پر مهال، مذهبي حساسیتونه زیات شول.

په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰مو کلونو کې کراچۍ د سني او شیعه ترمینځ د هدفي وژنو او چاودنو یو مرکز وګرځېد، چې د سیاسي او مذهبي ګوندونو ترمینځ د جګړو او وسلوالو ډلو د نفوذ له امله نور هم زیات شو.

که څه هم په وروستیو کلونو کې د حکومت او امنیتي ادارو لخوا د عملیاتو له کبله تاوتریخوالی یو څه کم شوی، خو بیا هم دا ستونزه په بشپړ ډول له مینځه نه ده تللې او د محرم میاشتې او مذهبي مراسمو په مهال هغه مسلکي ستونزې لا هم د خلکو ترمنځ د جګړو او شخړو سبب کېږي.

XS
SM
MD
LG