د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: شیعه او سني مشران د نوو مورچو په نه جوړولو سلا شوي


په بالیش خېلو کې سني او شیعه مشران د جرګې پر مهال ـ د اګست ۲۷مې انځور.
په بالیش خېلو کې سني او شیعه مشران د جرګې پر مهال ـ د اګست ۲۷مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې شیعه او سني مشرانو موافقه کړې چې د خوار کلي او بالیش خېلو ترمینځ سیمه کې به دواړه خواوې نورې نوې مورچې نه جوړوي.

د سدې ملک حاجي سلیم خان اورکزي د اګست پر ۲۷مه رسنیو ته وویل چې په بالیش خېلو کې د دواړو خواوو تر ناستې وروسته پرېکړه وشوه چې نورې نوې مورچې به نه جوړوي او زړې موجودې مورچې به پوځ او ملیشې ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په بالیش خېلو او خوار کلي کې شیعه او سني ډلو له یو میاشتې راهیسې د ممکنه جګړې د تیارۍ لپاره نوې مورچې جوړول پیل کړي دي.

د اګست ۲۷مې جرګه د حکومتي چارواکو په مشرۍ کې وشوه.
د اګست ۲۷مې جرګه د حکومتي چارواکو په مشرۍ کې وشوه.

په هغو سیمه کې نه یوازې د یادو علاقو خلک مورچې جوړوي بلکې په یوشمېر نورو ځایونو کې هم دغه کار روان دی.

که څه هم د اګست پر ۱۸مه د مورچو جوړولو په سر هلته جګړه شوې وه، چې پکې یو تن وژل شوی او دوه ژوبل شوي ول، خو بیا هم دواړه غاړو له دغه کاره منع نه شول.

په کورمه کې یوشمېر داسې ځایونه شته چې پکې دا وخت د جګړې لپاره د عامو مورچو ترڅنګ مضبوطې او کانکریټي بنکرې موجودې دي.

بالیش خېل او خوار کلی د سني شیعه نښتو پر مهال د جګړې مرکزونه وي ځکه چې بالیش خیل (شیعه ګان) او خوار کلی (سنیان) یو بل ته مخامخ دي او له دې ځای سره نېږدې د ټل - پاړه چینار سړک هم تېر شوی دی.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. پر دې سربیره، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

تېر کال د اګست پر ۱۶مه شیعه او سني مشرانو د سیمې د امن قایم ساتلو په خاطر د مورچو او بنکرو د ورانولو فیصله کړې وه، خو تراوسه عملي شوې نه ده.

د سنیانو مقامي تنظیم، انجمن فاروقیه مشر منیر بنګش ویلي، که غواړي چې تلپاتی امن راشي نو په سیمه کې جوړې ټولې مورچې دې زر تر زره ړنګې شي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې. وروسته د ضلعې څخه بهر ورغلیو مشرانو د امن تیګه په اېښودلو سره نښتې درولې وې. په هغه جګړه کې، د روغتیا محکمې ترمخه، دواړو خواوو ته ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوړېدلې وه.

د انجمن حسینیه مشر، جلال حسین بنګښ، د اګست پر ۲۷مه ویلي چې پر ټولو هغو موضوعاتو خبرو ته چمتو دي چې د دواړو خواوو ترمینځ د جګړې لامل ګرځي. هغه له خلکو غوښتي چې داسې هیڅ کار یا خبره و نه کړي چې د سیمې امن ته زیان رسوي.

په ۲۰۰۸ز کال کې د مری پر سیمه کې شیعه او سني مشرانو ترمینځ یوه لوظنامه شوې وه چې په کې د ځمکو شخړې په ترجیحي بنیادونو پر کاغذات مال او روایتونو حل کولو خبره شوې وه خو تراوسه عملي شوې نه ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG