د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ښوونځي کې د عامه وژنې ۲۰م تلین او د یوې مور داستان


د روسیې ښوونځي کې د عامه وژنې ۲۰م تلین او د یوې مور داستان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:40 0:00

دا د روسیې د شمالي اوسېتیا په بېسلان کې په ۲۰۰۴ز کال کې په ښوونځي کې تر عامه وژنې وروسته د واقعیتونو یوه نا ویلې قصه ده. هغه مهال پر ښوونځي د وسلوالو برید د نړۍ د رسنیو د سر خبر وو او هغه د چېچنیايي وسلوالو پر وړاندې د روسیې په جګړه کې له تر ټولو خونړیو پېښو یوه وه. دینا کرګیېفا د موسیقۍ ښوونکې وه او په هغه پېښه کې یې ۱۱ کلنه لور وژل شوې وه. روسیو ځانګړو ځواکونو چې د بېسلان په ښوونځي کې له وسلوالو څخه د یرغمل کسانو خوشې کولو هڅه کوله نو د ګډوډۍ پر مهال د ۱۸۶ زده کوونکو په ګډون ۳۳۰ تنه ووژل شول. کرګیېفا نه غوښتل چې نور ژوند وکړي، خو په ۴۴ کلنۍ کې یې یوه نجلۍ خپله دیني لور کړه چې خپله "نجات بخښونکې" یې بولي. د سېپټېمبر پر لومړۍ د ښوونځي د عامه وژنې ۲۰م تلین دی. د مستندو فلمونو جوړوونکی دېمېتري بېلیاکوف په دې ویډیو کې د کرګیېفا قصه کوي.

XS
SM
MD
LG