د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د پاکستان یو پوځي افسر تښتولی دی


په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو ګاډي له پله تېریږي ـ پخوانی انځور
په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو ګاډي له پله تېریږي ـ پخوانی انځور

وسله والو د اګست په ۲۸مه نېټه له غرمې وروسته، د ډېره اسماعیل خان کلاچۍ سیمې نه د پاکستان د پوځ یو افسر او د هغه د کورنۍ غړي د وسلې په زور تښتولي دي.

تښتول شوی پوځي افسر لفټننټ کرنل خالد نومېږي چې له هغه سره یو ځای یې دوه وروڼه اصف او فهد او یو وراره ابرارهم وسله والو له ځانه سره بیولې دي. د یادونې وړ ده چې لفټننټ کرنل خالد د پاکستان د پوځ حاضر سرویس افسر دی.

په سیمه کې استخباراتي چارواکي وايي د پاکستان د پوځ دغه افسر د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای کلاچۍ سیمې ته په دې موخه ورغلی وو چې د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

تحریک طالبان پاکستان د پاکستاني پوځي افسر او د هه د کورنۍ د غړو د تښتولو ذمه واري قبوله کړې ده. یادې ډلې مشال راډیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې تښتول شوي کسان یې خوندي ځای ته رسولي دي. دوی دا هم ویلي چې په دې اړه به نور معلومات زر جاري کړي.

د پاکستان د پوځ دغه افسر او د هغه د کورنۍ غړي په داسې وخت کې د وسله والو لخوا تښتول شوي دي چې د پاکستان حکومت د وسله والو ډلو د ځپلو په موخه د عزم استحکام په نامه هدفي عملیاتو پیلولو اعلان هم څه موده مخکې کړی وو.

د پاکستان حکومت په وار وار ویلي چې د ډیورنډ له کرښې ها خوا افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د پاکستان لوري ته اوړي او غلچکي بریدونه کوي. دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومت نه هم مطالبه کړې ده چې د ټي ټي پي د بریدونو مخه دې ونیسي خو هلته افغان طالبان وايي چې خپله خاوره د چا پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG