د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان چارواکو امر کړی چې په کوټې پریس کلب کې به د انتظامیې له اجازت بغیر غونډې نه کېږي


د کوټې پریس کلب وداني
د کوټې پریس کلب وداني

د پاکستان د خبريالانو وفاقي اتحادیې د بلوچستان د چارواکو هغه امر غندلی چې د پکې راغلي وو چې د ضلعي انتظاميې له اجازې پرته به هېڅوک په کوټې پریس کلب کې کنفرنس يا سېمينار نه کوي.

پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس (پی اېف يو جې) مشر افضل بټ او سېکرټري جنرل ارشد انصاري د اګست پر ۲۸مه په يوه بیان کې ويلي چې د کوټې د انتظاميې او ډپټی کمېشنر لخوا دغه اقدام په هېواد کې د بیان او رسنيو ازادي تروړي چې دوی يې ردوي. په بیان کې د پریس کلب په شان ځایونو د احترام غوښتنه شوې چې په وینا يې، په هېواد کې د بیان او رسنيو د ازادۍ د ساتنې او پرمختګ لپاره جوړ شوي دي.

د کوټې ډپټي کمېشنرسعد بن اسد د اګست پر ۲۷مه د کوتې پریس کلب مشر،‌ عبدالخالق رند ته ليکلي چې د امنيتي وجوهاتو له امله بايد د هرې غوندې اجازت له انتظامیې واخیستل شي. اسد دا نه دي ويلي چې په پریس کلب کې خبري غونډې یا سیمينارونه څنګه د امنيت لپاره خطر کېدلی شي؟

بلخوا رند د اګست پر ۲۹مه، مشال راډيو ته وويل چې دا د بیان ازادي تروړل دي. هغه زیاته کړه په دې اړه به يوه غونډه کوي او له خبریالانو سره تر سلا مشورې وروسته به يوه لایحه عمل جوړوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې داسې ګامونه اخیستل کېږي. د روان ۲۰۲۴ کال د می پر ۱۸مه، د کوټې انتظامیې د دغه ښار پریس کلب تړلی وو. د پریس کلب دروازې ته د بلوڅ یکجهتي کمیټې يوې مخکښې، ماهرنګ بلوچ لخوا پيلېدونکي سيمينار لږ مخکې قلفونه اچول شوي وو. هغه مهال د کوټې ضلعي انتظامیې دعوه کړې وه چې د پریس کلب په ګډون په شاوخوا ځینو نورو ودانیو کې د بم اېښودنې اطلاع وه نو ځکه یې دا وداني وتړله. خو ماهرنګ بلوچ او په بلوچستان کې خبریالانو دغه کار د بیان ازادي مخنیوی کول دی.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان ازادي غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د اګست پر ۲۵ او ۲۶ شپه يوشمېر حملې وکړې چې پکې د حکومت په وینا، د امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۷ کسان وژل شوي ول.خو ځينې رسنۍ د چارواکو له خولې د مړو شمېر شاوخوا ۵۰ يادوي.

XS
SM
MD
LG