د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د بلوچستان امنیت خرابوونکیو خلاف سخت ګامونه اخلي


شهباز شریف پر داسې مهال بلوچستان ته تللی چې هلته امنیتي پېښې مخې ته راغلې دي: انځور له ارشیفه
شهباز شریف پر داسې مهال بلوچستان ته تللی چې هلته امنیتي پېښې مخې ته راغلې دي: انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د اګست پر ۲۹مه په کوټه کې د بلوچستان صوبې د امنیتي حالاتو په اړه په مختلفو غونډو کې ګډون وکړ.

په کوټه کې د بلوچستان د اعلا وزیر په ودانۍ کې یوې مهمې غونډې ته په وینا کې وزیراعظم وویل چې د بلوچستان امنیت خرابوونکیو خلاف به عملي او سخت ګامونه پورته کوي.

نوموړي وویل:

"په بلوچستان کې چې د ترهګرۍ کومې پېښې وشوې، دا یوه ناپاکه منصوبه وه چې پکې داخلي او خارجي وسلوالو او ملک دښمنه ډلو لاس درلود. په دغو کې عام ولس، امنیتي عسکرو او پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته. حکومت د بلوچستان امنیت ته پوره پام کوي."

بلوچستان کې بريدونو ډریوران اندېښمن کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00


په غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، د صوبې ګورنر جعفرخان مندوخېل، وزیراعلی سرفراز بګټي او ځینو نورو صوبایي وزیرانو هم ګډون وکړ.

وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له هغې وروسته کوټې ته تللي چې د اګست د ۲۵مې او ۲۶مې په منځنۍ شپه په موسا خېل، قلات، مستونګ، بېلا او بولان سیمو کې د ناامنۍ په مختلفو سیمو کې ۳۸ کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۴ امنیتي سرتیري هم شامل دي. بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې "بلوچستان لیبرېشن ارمي يا بي اېل اې د دغو بریدونو ذمه واري منلې ده.

په بلوچستان کې که څه هم د بلوڅو اوسنۍ ریاست ضد جګړه له کلونو راهیسې روانه ده خو په دې وروستیو کې یې د بریدونو لړۍ ډېره تونده کړې ده.

د اعلا وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ صوبايي حکومت په وار وار له وسله والو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی دی خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

بلوچستان لیبرېشن ارمي چې امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده، له پاکستانه د بېلېدو لپاره له کلونو راهیسې وسله واله جګړه کوي. د پاکستان حکومت هم دا ډله د ترهګرو ډلو په لسټ کې اچولې خو هغوی وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG