د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: د ملک له دښمنانو سره به هېڅ خبرې ونه کړو


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۲۷مه وویل، "د ملک له دښمنانو سره به هیڅ خبرې اترې ونکړو." (انځور: ارشیف)
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۲۷مه وویل، "د ملک له دښمنانو سره به هیڅ خبرې اترې ونکړو." (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي، نور د ترهګرۍ له مينځه وړلو وخت راغلی دی او دوی به د ملک له "دښمنانو" سره هیڅ خبرې اترې ونه کړي.

شهباز شریف دا څرګندونې د اګست پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د وفاقي کابینې د هغې غونډې د مشرۍ کولو پر مهال کړې دي چې د بلوچستان د امنیتي حالاتو ترڅنګ پکې پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث شوی دی.

شهباز شریف غونډې ته په وینا کې په بلوچستان کې د وسلوالو له خوا د وژل شویو عامو خلکو او امنیتي عسکرو یادونه کړې خو دا یې نه دي ویلي چې هغه بریدونه چا کړي دي. بلخوا نوموړي په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښو ته په اشاره یو ځل بیا تور پورې کړی چې "دا د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان هغه ترهګر دي چې له افغانستانه بریدونه کوی."

نوموړي زیاته کړې چې دوی نه یوازې په دې اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت خبر کړی دی بلکې د ده په وینا، په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد "اغېزناک" ګامونه هم پورته کړي دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت که څه هم د شهباز شریف د دې تازه څرګندونو ځواب نه دی ویلې خو تر دې وړاندې یې په وار وار دا تور رد کړی دی چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان خاوره د خپلو وسلوالو فعاليتونو لپاره کاروي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

شهباز شریف دا څرګندونې تر هغه یوه ورځ وروسته کړې دي چې د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې موساخېل په ګډون په یو شمېر بلوڅ مېشتو سیمو کې وسلوالو د ۲۵م او ۲۶م اګست ترمينځ شپې مهال ګڼ بریدونه وکړل.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند مشال راډیو ته پخلی وکړ چې په هغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي خو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) په یو بیان کې وویل چې د وسلوالو په بریدونو کې ۱۰ عسکر او د قانون پلي کوونکو ادارو څلور غړي وژل شوي دي.

د پوځ په دې بیان کې دا ادعا هم شوې چې دوی ۲۱ وسلوال وژلي دي خو په دې اړه څه ثبوت نه دی وړاندې کړی چې دا وسلوال یې چېرې وژلي او مړي یې څه کړي دي؟

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې "بلوچستان لیبرېشن ارمي يا بي اېل اې" نه یوازې د دې بریدونو ذمه واري منلې بلکې د ثبوت له وړاندې کولو پرته یې ادعا کړې چې په بلوڅ میشتو سیمو کې یې یوازې د اګست پر ۲۶مه تر ۱۳۰ زیات عسکر وژلي دي.

مشال راډیو د پاکستاني پوځ او د بلوڅو وسلوالو د ادعاوو په خپلواکه توګه پخلی نه شي کولای.

په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه په کوټه کې د بلوچستان له اعلا وزیر سرفراز بګټي سره شریکې خبري غونډې ته ویلي چې دوی په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو اراده نه لري خو د ده په وینا، "د ترهګرو له مينځه وړلو لپاره به مرکزي حکومت د صوبايي حکومت د هرې پرېکړې ملاتړ کوي."

نوموړي‌ د اګست ۲۶مې پېښو ته په اشاره ویلي چې دوی د دې پېښو په اړه غمجن دي او داسې پېښې د ده په وینا، د زغملو وړ نه دي.

محسن نقوي زیاته کړه،‌ " موږ به په هغو پسې ځو چې د دې ټولو بریدونو پلانونونه جوړوي. په راتلونکو څو ورځو کې به وکتل شي چې د دې هر څه بندوبست شوی دی."

بلوچستان: د وسلوالو له خوا له بسونو ښکته کړل شوي او وژل شوي کسان څوک ول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د اګست ۲۵مې او ۲۶مه په شپه بلوڅ وسلوالو د صوبې د نورو برخو تر څنګ د بلوچستان او پنجاب ترمينځ پر غځېدلې لویه لاره د موساخیل ضلعې په راړېشم کې له بسونو خلک کښته کړي او تر شناختي کارډونو کتلو وروسته یې ۲۳ تنه وژلي ول.

ځايي‌ چارواکو مشال راډیو ته ویلي وو چې په هغوی کې زیاتره د پنجاب صوبې اوسېدونکي ول خو د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو بوري‌ او دوکۍ یو یو کس هم پکې شامل وو.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د اګست پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې په بلوچستان کې څلور زره کلومیټره اوږده سړکونه دي‌ او د ده په وینا وسلوال پر دې سړکونه داسې ځایونه ګوري چې په اسانه بریدونه کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، "د وسلوالو پرضد کاروايانې روانې دي او د هغوی خلاف به په هر صورت عملیاتو ته دوام ورکول کېږي."

په بلوچستان کې که څه هم د بلوڅو اوسنۍ ریاست ضد جګړه له کلونو راهیسې روانه ده خو په دې وروستیو کې یې د بریدونو لړۍ ډېره تونده کړې ده. بلوڅ وسلوال د بلوچستان صوبايي‌ حکومت په رسمیت نه پېژني او نه یې هم کله له هغوی سره د خبرو اترو وړاندې منلی دی.

د اعلا وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ صوبايي حکومت په وار وار له وسلوالو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی دی خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

بي اېل اې، چې امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده، له پاکستانه د بېلېدو لپاره له کلونو راهیسې وسلواله جګړه کوي.

د پاکستان حکومت هم دا ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې خو هغوی وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپلو حقونو او وسايلو لپاره جګړه کوي.

په عين حال کې امريکا ويلي چې په بلوچستان کې د اګست ۲۶مې هغه حملې غندي چې د ۲۳ مساپرو او نورو ولسي وګړو تر څنګ پکې پاکستاني ځواکونه په نخښه شول.

د ګست پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د امريکا سفارت پر اېکس پاڼه ليکلي چې واشنګټن به د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له پاکستان سره "اوږه په اوږه" ولاړ وي.

سفارت په بيان کې زياته کړې چې په بلوچستان کې د وروستيوو بریدونو د قربانيانو له کورنيو سره له زړه "غمرازي" کوي.

XS
SM
MD
LG