د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو د اېف سي او شخصي کمپنۍ برمته کسان د ټانک جرګې ته سپارلي


د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په شوال کې له سړکه تېریږي ـ پخوانی انځور.
د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په شوال کې له سړکه تېریږي ـ پخوانی انځور.

ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان د اېف سي ځواک برمته درې سرتېري او د يوې شخصي امنیتي کمپنۍ څلور کارکوونکي د ټانک امن جرګې ته سپارلي دي.

د کمېټۍ يوه غړي محمد امین د سېپټېمبر پر دویمه مشال راډيو ته وویل چې دوی بېګا کشمير کټ سيمې ته ولاړل چې هلته ورته د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو دغه برمته کسان وسپارل.

"څلور کسان چې ډېره اسماعيل خان څخه د جولای په میاشت کې او درې ایف سي سرتېري د اګست په میاشت کې تښتول شوي ول، د شپې دوه بجې ټي ټي پي والو په غیر مشروطه توګه د ضلع ټانک امن جرګې ته حواله کړل."

د ده په خبره، دوی د سېپټېمبر پر دویمه سهار دا کسان خپلو خپلو ادارو ته وسپارل. په دې کمېټۍ کې د محمد امین په ګډون د ټانک ضلعې امن جرګې مشر مولانا نقیب الله او د جرګې خزانچې حاجي لال باچا ول.

ټي ټي پي او حکومت د دې کسانو د خلاصېدو په اړه څه نه دې ويلي.

وسلوالو طالبانو د روان ۲۰۲۴ز کال د جولای په میاشت کې ټانک بېنک ته پیسې وړونکي ګاډي باندې حمله کړې وه او د شخصي امنیتي کمپنۍ څلور محافظه کاران يې سره له ګاډۍ تښتولي ول.

د دې ترڅنګ وسلوالو طالبانو د اګست په میاشت کې د ايف سي ځواک درې سرتېري تښتولي ول.

دا تر هغې یوه ورځ وروسته چې کله د پاکستان پوځ ویلي ول چې خپل یو افسر او د هغه د کورنۍ درې غړي یې د "ولسي مشرانو او ځايي مخورو" په مرسته د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) له وسلوالو خلاص کړي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۳۱مه په لنډ بیان کې ویلي ول چې ټول کسان "بې له شرطه او خوندي" خوشې شوي.

پوځ دا نه وو ویلي چې هغوی یې په کوم ځای کې ازاد کړي، خو زیاتوي چې لېفټېننټ کرنل خالد امیر او د هغه خپلوان "خپلو کورونو ته ستانه" شوي دي.

خالد امیر، د هغه دوه وروڼه اصف او فهد او یو خوریی ابرار د اګست پر ۲۸مه د ډېره اسماعیل خان له کلاچۍ څخه د تښتول شوي ول.

دا پېښه په داسې حال کې شوې وه چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او په دې موخه یې په جون کې د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې عملیات د ناامنۍ ختمولو لپاره اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

په همدې حال کې د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ د اګست پر ۲۲مه د عزم استحکام عملیاتو لپاره د ۲۰ اربه روپیو بېلولو منظوري ورکړه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG