د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سويس کروندګر او سيلانيان هر کال "د غواوو مېله" کې برخه اخلي


د سويس کروندګر او سيلانيان هر کال "د غواوو مېله" کې برخه اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00

په سویس (سويټزرلينډ) کې هر کال د اوړي له پیلېدو سره سم خلک مالونه غرونو ته خېژوي او په سېپټېمبر کې یې بېرته له غرونو راکوزوي. هلته د سویس ګشتاد کلي کې یو شمېر هندي فلمونه هم جوړ شوي دي. د دې کلي خلک وايي چې دلته د سیلانیانو شمیر ډېر او د ځايي خلکو هغه کم دی نو ځکه دوی غواړي چې د اوړي په پای کې د مالونو راکوزولو پر مهال یوه مېله جوړه کړي چې دا راز سیلانیان د کروندګرو دودیز او کلتوري ژوند وګوري او په دې ډول ځايي خلک هم له سیلانیانو سره لیده کاته وکړي. دې میلې ته "د غواوو مېله" نوم ورکړل شوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.

XS
SM
MD
LG