د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو او لکي مروت کې وسلوالو درې تنه وژلي او یو تاڼه دار یې تښتولی دی


په بنو کې پولیس او پوځیان له چاوڼۍ سره نېږدې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په بنو کې پولیس او پوځیان له چاوڼۍ سره نېږدې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت کې په بېلا بېلو پېښو کې وسلوالو دوه عادي وګړي او یو پولیس سرتېری وژلي او د بکاخېلو تاڼه دار یې تښتولی دی.

د بنو د ډومیل تاڼې پولیس چارواکو د سېپټېمبر پر شپږمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د عظیم الله او بصیر الله په نوم دوه ځايي اوسېدونکي په بنو رېنګ روډ له ماښام وروسته وسلوالو په ډزو ووژل.
د پولیسو په خبره، برید کوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي.

پولیس وایي چې د دې کسانو د وژنې تر شا علت نه دی معلوم، او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

بلخوا، په یوه بله پېښه کې وسلوالو د بنو د بکاخېلو پولیس تاڼې یو اهلکار تښتولی دی.

د بنو د پولیسو ویاند حنظله مشال راډیو ته وویل چې د بکاخېل تاڼې کارکونکی تاڼه دار سخي زمان وسلوالو د بکاخېل سي پیک سړک نه هغه وخت تښتولی چې نوموړی له کوره ډیوټۍ ته روان وو. د دې پېښې ذمه واري جبهت انصار المهدي خراسان وسلوالې ډلې منلې ده.
تر دې مخکې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بنو د منډان تاڼې په حدودو کې د پولیسو د پلټنیزې ډلې مشر، اله یار خان، په هدفي حمله کې وژل شوی وو. د هغې پېښې ذمه واري چا تر اوسه نه ده منلې.

لکي مروت پېښه

د لکي مروت چارواکي وایي چې وسلوالو په عیسا خېل کې د پولیس یو سرتېری وژلی دی.

د سیمې د پولیسو ویاند شاهد حمید د سېپتېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په عملیاتو کې د وسلوالو یو کمانډر ملا محمد غلام وژلی دی. پولیس وایي هغه مشکوک تن د پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی او نوموړی په هدفي وژنو، بمي چاودنو، او نورو ترهګریزو پېښو کې پولیسو ته مطلوب وو.

د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې پر ضد یې د سیمې خلکو جرګې، لاریونونه او پرلتونه کړي دي.

په بنو کې د جولای پر ۱۹مه لوی پرلت هغه مهال پيل شو چې پر هم هغه ورځ د ناامنۍ پر ضد په لاریون کې د ډزو په پېښه کې یو تن ووژل او ۲۷ ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۶مه بنو ته ورغی او د پرلتوالو د ټولو غوښتنو د منلو ډاډ یې ورکړ چې ورسره سم احتجاجي ناسته پای ته ورسېده.

نوموړي په بنو کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې پوځي عملیات نه مني. هغه پولیسو ته د هر ډول وسلوالو پرضد د کاروایۍ کولو امر وکړ.

د ګنډه پور په مشرۍ د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) تر دې یوه ورځ مخکۍ ویلي ول چې د صوبې پولیس او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه به نور د وسلوالو پرضد د کاروایانو مشري کوي او پوځ به یې ملاتړ کوي.

تر دې وروسته په بنو کې پولیسو د ځینې وسلوالو پر ضد عملیات وکړل او د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخواني قومندان اسحاق په ګډون ۱۹ مشکوک وسلوال یې ونیول. پولیس په سیمه کې د ګډ طالبانو په نامه د وسلوالو مرکزونه هم وران کړل.

د پولیسو د دې عملیاتو وروسته تر څو اونیو په بنو کې امنیت نسبتآ بهتر وو خو په وروستیو کې پکې هلته د ناامنۍ پېښې زیاتې شوی دي.

پولیس او امنیتي ځواکونه وایي په سیمه کې امنیت راوستو ته ژمن دي او په دې لړ کې اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG